پېنډۍ 14 ستمبر (اے پي پي) د پاکستان د لوړې كچې پلاوي كابل كښې په د??ې كسيزه غونډه كښې ګډون كړې۔د آئي اېس پي آر لخوا د جاري شوي بيان له مخې پاكست??ن٬ افغانستان او امريكا د داعش مخنيوي له د??ې كسيزه او د پاك افغان دوه اړخيزه پوځي مرستې پحقله دوه اړخيزه غونډه كابل كښې دفاع په وزارت كښې شوې ده ۔د ملټري آپرېشن ډائرېكټر جنرل مېجر جنرال ساحر شمشاد مرزا په مشرۍ كښې د پاكستان پلاوي په دې غونډو كښې ګډون كړې۔ ګډون كوٶن??و د ترهه ګرۍ په ضد جنګ روان ساتلو له د عزم پخلې وكړو۔ د خبرو اترو په مهال په شريكو امنيتي مفاداتو او تحفظاتو د خيالاتو ??رګندونه شوې۔ درې واړو ډلو منطقې نه د داعش خاتمې له د عزم څرګندونه كړې كومه چې د معلاماتو تبادلې٬ شريكو هلو ځلو او مرستې ته د ودې وركولو د لارې ممكنه كېدې شي ۔ د پاك افغان دوه اړخيزه غونډې په مهال د پولې په دواړه اړخه د ډزو او بريدونو او د ترهه ګرۍ مخنيوي٬ د پاك افغان پولې دواړو اړخو كښې په اړوندو سيمو كښې د كوټلې كاروائۍ او د بنديوانو په تبادلو غور وشو۔ ډلو په دې ورستيو كښې د لوړې كچې ملاقاتونو په مهال په شويو لوظونو د پېش رفت او په اېكشن پلان عملدرآمد ته سلا شويل چې ورسره به مرسته زياته شي او د پاك افغان پولو دواړو اړخو ته امنيتي وضعه به ښه شي۔