اسلام آباد 28 ستمبر(اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي سره پاكستان كښې د سعودي عربست??ن سفير نواف سعيد المالكي د زيارت په ورځ په وزيراعظم هاؤس كښې ليدلې دي ۔ وزيراعظم سفير ته په پاكستان كښې پھ خپلو ذمه وارو سنبهالولو مباركي وركړه۔ده ووئيل پاكستان او سعودي يو بل سره د ورورولۍ اړيكې لري او دواړه هېوا??ون?? پھ سيمه ايزو نړيوالو چارو يو ډول خيالات لري۔وزيراعظم ووئيل د پاكستان اولس د سعودي وروڼو سره اړيكو ته اهميت وركوي۔وزيراعظم ووئيل مونږ پاكستان كښې وژن 2030 ترمخه پھ خاص توګه د توان٬انفراسټركچر ا?? د كركيلې په اړه د سعودي سرمايه كارۍ هركلے كوو۔ده ووئيل پاكستان كښې سرمايه كارۍ لپاره ښه چاپېرچل لرې او د ملكي او غېر ملكي سرمايه كارو سره يو ډول سلوك كېږي۔ده د خادم الحرمين الشري??ين شاه سلمان عبدالعزيز السعود لپاره د نيكو هيلو څرګن??ون?? وكړه۔پاكستان كښې د سعودي سفير نواف سعيد المالكي وزيراعظم له پھ چوكۍ سنبهالولو مباركي وركړه او د پاكستان او سعودي عرب ترمينځه دوه اړخيزه اړيكو لا مستحكم كولو له يې خوښي څرګنده كړه۔ده د دواړو هېوا??ون?? ترميڼځه د دوه اړخيزه تجارت زياتولو په حاجت زور راوړو او په دې لړ كښې يې د خپل اړخه د بشپړه ملاتړ باور وركړو