پېنډۍ 12 اکتوبر (اے پي پي) د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه سره د امريكائي اولسمشر نائب مرستيالې ليزا كرټس په مشرۍ كښې امريكائي سفير ډېوډ هېل ??و سفير عيسٰي جي وېلز او نورو چارواكو پشمول پلاوي د زيارت په ورځ ليدلي دي ۔د آئي آېس پي آر له مخې امريكائي پلاوي د پوځ سرلښكر ته د ملاقات په مهال سوئيلي آسيا لپ??ره د امريكې په حكمت عملۍ بريفنګ هم وركړو۔ په دې موقع د افغانستان پشمول د سيمه ايزې سلامتيا په وضعه ٬ منطقه كښې استحكام لپ??ره د پاكستان په كردار خبرې وشوې۔ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه امريكائي پلاوې منطقه كښې د امن او استحكام په اړه د پاكستان د تحفظاتو نه خبر كړو۔ جنرال قمر جاوېد باجوه ووئيل د ستونزو باوجود پاكستان منطقه كښې امن لپ??ره عزم لري٬ د پاكستان روښانه ??با??ن او د اولس د خواهشاتو له مخې به هڅې روانې ساتلې شي۔ په دې موقع امريكائي پلاوي د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د پاك پوځ ??و سر لښكر جنرال قمر جاوېد باجوه د قربانيو ستائنه وكړه۔