کراچی ۔ 31 اکتوبر (اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي ټول سياسي ګوندون?? دې په ګډه دا ثابت كړي چې كوم غېر آئيني ګام د قبلولو نه دے۔ دا ډله ] مخصوصو ګټو ترمخه د افواګانو خپرولو د لارې ځان له د موقعو پېدا ??ول?? هڅې كوي۔ موجوده حكوم?? به د جون په 4 نېټه كال 2018 خپله آئيني موده ترسره كوي او په اګست 2018 كښ?? به ټول ټاكنې كېږي۔ وفاقي حكومت د ټولو صوبو پوهنتونونو ته رېكارډ ګرانټس وركړي۔تر كال 2050 به آسيا د نړۍ د 52 فيصد جي ډي پي مالك جوړه شي۔د سندھ اولس د پرمختګ سفر تندۍ سره ??ول?? له بايد كوم بل سياسي ګوند ته موقع وركړي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې پھ ورځ د مسلم ليګ(ن)لارښود شاه محمد شاه پھ سندھۍ ژبه كښ?? ليكل شوي كتاب “بات ناهموار سفر کی” دستورې ته خطاب كښ?? وكړه۔احسن اقبال شاه محمد شاه ته مباركي وركړه چې هغه هم پھ هغه كسانو كښ?? شامل شوې چا چې سوانح حيات ليكلې۔ده ووئيل اګر كه دا كتاب په اردو كښ?? ترجمه شوې ن?? دې ولې څومره چې ما د دې كتاب مطالعه كړی د دې په هره ص??حه مارشل لاﺀ او د هڅو لفظ په نظر راغلې۔ احسن اقبال ووئيل اوس پاكستان بدل شوې٬د پاكستان سول سوسائټي د پخوا په مقابله كښ?? نن زياته پخه او فعاله ده۔ ده وئيل زمونږ پھ آئين كښ?? ملكيت اعلٰی د لوے څښټن ذات دې۔د دې څخه وروستو اولس ته دا اختيار ترلاس?? دې چې هغوي خپل حكمرانان وټاكي۔ده ووئيل زمونږ ګاونډي هېواد په 1947 كښ?? زمونږ نه زياتو مسئلو سره مخ وو نن هغه زمونږ نه وړاندې وتلې ځكه چې دغلته جمهوري اقدار مضبوط دي۔داخله وزير ووئيل زمونږ د هېواد په تاريخ كښ?? بې شمېره تجربې شوي دي اوس د نورو تجربو ګنجائش نشته۔وفاقي وزير ووئيل موجوده حكوم?? به د جون په 4 نېټه كال 2018 خپله آئيني موده ترسره كوي او په اګست 2018 كښ?? به ټول ټاكنې كېږي۔ ده ووئيل د پاك پوځ مشرتابه د دې خبرې اعلان كړی چې مونږ آئين او قانون سره كلك تړون لرو كوم خلك چې د غېر آئيني ګام په طمعه دي هغه به ناكام شي۔ده ووئيل محمد نواز شريف چين سره په ګډه د سي پیك منصوبه پیل ??ول?? سره نړۍ ته دا پیغام وركړو چې مونږ جيو پوليټكس پرېښودو سره جيو اكنامك پلو روان يو۔احسن اقبال ووئيل زه د سندھ دانشورانو ته دا پیغام وركوم چې هغوي د زده كړو په عام ??ول?? كښ?? خپل كردار ترسره كړي ولې چې اوس به مونږ له نړۍ څخه د نوبل انعام ترلاسه ??ول?? كښ?? مقابله كول وي٬په فسادونو يا كركه كښ?? نه۔ وفاقي وزير ووئيل چې مونږ دا ګڼو چې د پاكستان ټولې صوبې پرمختګ ونه كړي نو د پاكستان اوږدې مودې پرمختګ ممكن ن?? دې۔نو دې لپاره به زه د سندھ اولس ته خواست كوم چې تاسو هم سوچ اوكړۍ چې كوم بل سياسي ګوند ته موقع وركول پكار دي۔دستورې ته د كتاب مصنف شاه محمد شاه٬ليكوالې زاهده حناﺀ٬كرامت علي شاه٬مدد علي سندهي٬يوسف مستي خان٬اسماعيل وسان٬قمر زمان راجپر او مسعود نوراني هم خطاب وكړو۔