اسلام آباد 03 نومبر (اے پ?? پي) د قانون او انصاف پارلماني سېكتر ملك عبدالغفار ډوګر وئيلي دي چې د احتساب قومي بيورو لخوا د ګر??نډ حيات هوټل په اړه پلټنې روانې دي او د مقدمې تفتيش اوس اېف آئي اے كوي۔ د جمعې په ورځ د قومي اسمبلې په غونډه كښې د پوښتنو دمې په مهال د وسيم اختر شېخ د پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې د احتساب قومي بيورو لخوا روانې پلټنې په تفتيش ك??ې بدلول لا پاتې دي۔ ده ووئيل چې د اسلام آباد هائي كورټ په هدايت د مقدمې تفتيش اوس اېف آئي اے كوي۔