اسلام آباد 19 جنوري (اے پي پي)د پاك بحريه مشر اېډمرل ظفرمحمود عباسي وئېلي دي كورنۍ ستونزې په زېركتيا لرې كولو او د مثبت سوچ سره دمخ په وړاندې تللو ته رتيا ده ٬زمونږ قام مېړنے دے ٬ زمونږ وسله وال ځواكونه د هر ډول كورنيو او بهرنيو خطرو او چېلنجونو مخ نيوي لپاره په زړه پورې ډول چمتو دي ۔ده دا خبرې د جمعې پھ ورځ پاكستان نيوي ډاكيارډ كښې د لاجسټكس كمانډ ايوارډ وېشلو كلنې دستورې ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔د ايوارډ وېشلو دستوره هر كال كېږي او د دې مقصد د لاجسټك كمانډ له مخې د كار كوونكو يونټو د مجموعي كا??كر??ګۍ جاج اخستل او د بېلا بېلو پروژو په كاميابۍ سره ترسره كولو له د هغوي هڅې ستائل دي۔دستورې ته د وېنا كولو په مهال چيف آف دي نيول سټاف د پاك بحريه د لاجسټكس كمانډ پھ وظيفائي چارو په ښه ډول ترسره كولو ستائنه وكړه۔ده ووئيل د لاجسټكس كمانډ د ډېرې خوارۍ اندازه د كال 2017م په مهال د پاك بحريه د بېړيو او د آبدوزونو د هر وخت شتون او په ګڼ شمېر ملكي او غېر ملكي مشقونو كښې پھ وخت د ګډون څخه لګېدې شي۔اېډمرل ظفرمحمود عباسي ووئيل كله چې مو??ږ په كومه مرسته انحصار كوو نو د خود انحصارۍ جذبه راڅخه مړاوې كېږي٬مونږ د دفاعي خودانحصارۍ ترلاسه كولو لپاره هڅې كوو او په دې لړ كښې شوې اقدامات زمونږ د قامي وقار او سروس لپاره زمونږ د خوارۍ څرګند ثبوتونه دي۔اېډمرل ظفر محمود عباسي ووئيل د بهرني فشار سره مو??ږ له د كورنيو ستونزو په زېركتيا لرې كولو سره د حل كولو او مثبت سوچ سره د وړاندې تګ ضرورت دے۔ده ووئيل زمونږ قوم مېړنے دے٬ زمونږ وسله وال ځواكونه د هر ډول كورنيو او بهرنيو خطرو او چېلنجونو مخ نيوي لپاره په زړه پورې ډول چمتو يو ۔ده ووئيل ??و جديد او مستحكم?? بحريه نه يوازې د خوږ وطن تحفظ لپاره ضروري ده بلكې دا د سيمه ايز امن او استحكام هم زمه واره ده ٬ ده ووئېل پاكستان نيوي ??و جديد او قوي بحري قوت جوړولو لپاره په نيول فلېټ كښې د نوو جهازونو شاملول او هغه كارآمد ساتل او لا موثره كولو لپاره تكنيكي صلاحيت ترلاسه كول هم دومره اهميت لري څومره چې يو قابل او وظيفائي صلاحيتو??ه لرونكې افرادي قوت ضروري وي۔په دې لړ كښې پاك بحريه خپل حربي صلاحيت لا ښه كولو لپاره د نوې ټېكنالوجۍ لرونكي بحري جهازونه او چورلكې ترلاسه كړې دي۔چيف آف دي نيول سټاف ووئيل د پاكستان بحريه فلېټ د نوي وخت تقاضو سره سمولو له پاك بحريه خپل افرادي قوت ته هم ښھ وظيفائي تربيه او د نوې ټېكنالوجۍ وركولو څخه ښه خبر ده۔ده ووئيل تربيه لرونكې او پوهه افرادي قوت زمونږ اثاثه ده او مو??ږ په دې وياړ لرو۔اېډمرل ظفر محمود عباسي ووئيل د اسلام په زرينو اصولو عمل كولو او مو??ږ پاك بحريه لوړې كچې ته رسولې شو۔د دې څخه وړاندې كمانډر لاجسټكس ريئر اېډمرل ساجد وزير خان د كال 2017م په مهال د لاجسټكس كمانډ د كا??كر??ګۍ لانډه جائزه وړاندې كړه۔د دې نه پس خاص مېلمه د تېر كال په مهال ښه كا??كر??ګۍ كوونكو يونټو له انعامونه وركړل۔