لاهور۔17 فروری(اے پی پی) د كورنيو چارو ٬ پلاننګ ٬ ډوېلپمنټ او اصلاحاتو وفاقي وزير پروفېسر احسن اقبال وئيلي دي د پاكستان ترقي ټی ټونټی نه ټېسټ مېچ دے۔ د اكنامك قام په حېث مونږ اقتصادي لانګ مارچ ته اړتيا لرو۔ 20 پېړۍ د سياسي نظرياتو او 21 مه د اقتصادي نظرياتو ده۔ د حكومت د كوټلې پالېسيو په سوب د روان كال په مهال به جی ډی پی ګروتھ ریټ 6 فیصد ترلا??ه كولو كښې كامياب شؤ۔ هېواد ته دا مهال د 20 څخه تر 25 ارب ډالر فارن ډائرېکټ انوېسټمنټ او راروانو كلونو كښې 150 ارب ډالر څخه د زياتو برآمداتو ضرورت دے۔ ده د خالي په ورځ ځائي هوټل كښې د انسټیټیوټ آف چارټرډ اکاؤنټینټس پاکستان ترسېوري لاندې د سي پېك په سرخط كنفرنس ته خطاب كولو۔ وفاقی وزیر ووئيل 2013ء كښې هېواد كښې د برېښنا او ترهګرۍ سنګينې ستونزې سره مخ وو۔ دكراچۍ د حالاتو په سوب په سوؤنو كارخانې بندې وې۔ كاروباري كسانو دغې څخه كډه كو??ه۔ ??عي??ت 3 فيصد ته راغلې وو۔ ده ووئيل په كال 2018ء كښې پاكستان كښې د برېښنا لوډشیډنګ نزدې ختم شوې۔ د ترهګرۍ ملا ماته ??ړې شوې او كراچۍ ته امن بېرته راغلې۔ وفاقی وزیر ووئيل حکومت په 4 كلونو كښې 11 مېګاواټ برېښنا پېدا كړې۔ د حكومتي ګامونو په نتيجه كښې راروانو 10 څخه تر 20 كلونو كښې به منډيانو ته د رسنې ٬ کمیونیکیشن او د لاجسټک نظام غوره اثرات رامخې ته شي۔ ده ووئيل هېواد كښې موټروېز جوړېږي۔ په پاكستان رېلوے كښې لويه سرمايه كاري روانه ده۔ ده ووئيل څومره وېليو چې د سعودي عربستان او د ايران د انرجي ده دومره اهميت تھر كښې د كوئلې موجوده پنګې لري۔ ده ووئيل پاكستان كښې د كوئلې پنګې د 400 كلونو حاجت ترسره كولو له كافي دي۔ ده ووئيل 1980ء كښې چين كښې د سړي په سر آمدن 200 ډالره او پاكستان كښې 300 ډالره ووئيل ولې نن چين كښې سړي سر آمدن 8 زره ډالره او پاكستان كښې 16 سو ډالره دے۔ ده ووئيل ننې دورې د مقابلې دې چې څنګه به ??عي??ت كښې ښه والې راولو۔ د سي پېك پېل كېدو په وخت حېرانتيا وه چې سره د دومره ملګرتيا چين سره اقتصادي اړيكې د نشت برابر وې۔ چين پاكستان كښې سرمايه كارۍ كښې په 13 م لمبر وو۔ اوس پاكستان كښې سرمايه كاري كوؤنكې تر ټولو لوئے هېواد جوړ شوې۔ ده ووئيل پاكستان كښې 550 کلومیټر موټروېز وې كومې چې په تېرو څلور كلونو كښې 2150 کلومیټر ته رسېدلې دي۔ ګاونډي هېواد هند كښې د موټروېز اوږدوالې 1450کلومیټره دې۔ وفاقی وزیر ووئيل حکومت، پرائیویټ سېکټر ،میډیا، ریاستی ادارے او اورسیز پاکستانیز ټول د ??عي??ت انجنې دي كوم چې د هېواد ??عي??ت مخ په وړاندې بوتلې شي۔ ده ووئيل مونږ له به د پاكستان غوره څېره نړۍ ته ??خې ته ??ول وي۔ ده ووئيل كه مونږ هڅې وكړې نو پاكستان د نړۍ 25 اعلی ??عي??تونو كښې شاملېدو څخه څوك منع كولې نه شي۔