اسلام آباد 28 اپرېل (اے پی پی) د انفارمېشن ټېكنالوجۍ او ټېلي مواصلاتو وفاقي ??زي?? انوشه رحمان وئېلي دي چې حكومت د زده كونكو لپاره د انفارمېشن او كميونيكېشن ټېكنالوجي پروګرام د ??ار دائره تر ټولو صوبو رسولو منصوبه بندي كوي۔د دې خيالاتو څرګندونه دې “ټيكنګ سټاك اينډ موونګ ف??رو??ډ” په سرخط كنفرنس ته خطاب په مهال وكړه۔ كنفرنس د نېشنل ټېكنالوجي فنډ او يونيورسل سروس فنډ د انفارمېشن ټېكنالوجي وزارت په اشتراك سره شوې ؤ۔وفاقي ??زي??ې ووئيل د انفارمېشن ټېكنالوجۍ وزارت 26 ارب روپۍ لګښت سره په بلوچستان د صوبې اولس له تهري جي سروسز وركولو پروژه پېل كړی۔دا صوبه كښې د تاريخ تر ټولو لويه سرمايه كاري ده چې مقصد ئې ګڼ شمېر كليو له د تهري جي سروس وركول دي۔دې ووئيل چې ټېلي ك??م كمپنۍ د يو اېس اېف د لارې د هېواد په محصولاتو كښې خپله برخه شاملوي٬د پاكستان ټېلي ك??م آپريټرز ك??م كښې چې يوفون هم شامل دې٬ په 12 پروژو ترلاسه كولو كښې كامياب شوي۔كمپنۍ 12.4 ارب روپۍ ماليت پروژې د بلوچستان په بېلا بېلو ښارونو سبي٬قلات٬خضدار٬چاغي آواران٬خاران٬واشك او ډېره بګټي كښې معارفي كړي۔ ??زي??اعظم وئېلي دي چې حكومت هر ډول هڅه كوي چې تر 2020 به پاكستان كښې فائيو جي ټېكنالوجي معارفي كړې شي۔