اسلام آباد 21 جون (اے پي پي) لنډ مهاله وزیراعظم جسټس (ر) ناصر الملك د پاکستان او آذربائیجان ترمېنځه اقتصادي مرسته لا زياتولو او د تجارت٬ سرمايه كارۍ ٬ توان او د دفاع په څانګو كښې مرستې ته پراختيا وركولو له د هدفونو ټاكلو په حاجت زور راوړے۔ لنډمهاله وزيراعظم دا خبرې د آذربائیجان سفیر علی فکرت اولو علیزادہ سره په خپلو خبرو كښې كړې چا چې د زيارت په ورځ ده سره په وزيراعظم آفس كښې د خېرسګالۍ ملاقات وكړو۔ سفیر وزیراعظم ته د آذربائیجان قیادت لخوا نېكې هيلې رسولو سره ووئيل چې اذربائيجان پاكستان سره اړيكو ته ډېر اهميت وركوي او د ا??تصادي روابطو ودې كښې خوښي لري۔ ده ووئيل د توان مرستې پحقله د دواړو حكومتونو ترمېنځه په لوظنامه د لاس ليك نه پس به د دواړو هېوادونو ترمېنځه د توان په يو شمېر څانګو كښې د مرستې زياتولو ل??ره هواره شي۔ ده د نګورنوکاراباخ پحقله د آذربائیجان د دريځ په ملاتړ د پاكستان د مرستې ست??ئن?? وكړه۔ په دې موقع لنډمهاله وزيراعظم ووئيل د پاکستان او آذربائیجان ترمېنځه د باور او د ا??هام او تفهيم نه عبارت په روايتي توګه نزدې او په زړه پورې اړيكې موجود دي۔ وزيراعظم ووئيل په بېلا بېلو څانګو كښې دوه اړخيزه مرسته پرله پسې زياتېږي۔ وزيراعظم تېر كال مارچ كښې په اسلام آباد كښې د ا?? سي او په 13م سمټ كښې په ګډون كولو د ا??ل?? مشر الهام علیوف د دورې ست??ئن?? وكړه۔ جسټس (ر) ناصر الملك د جمو او كشمير په كشاله د پاكستان پرله پسې په ملاتړ كولو او د جمو او كشمير پحقله د ا?? آئي سي رابطه ډله كښې د آذربائيجان د قدر وړ كردار ست??ئن?? وكړه۔ وزیراعظم د نګورنوکاراباخ په مسئله د پاکستان د اصولی مؤقف پخلې وكړو۔ ده د تركيې ٬ پاكستان او آذربائيجان ترمېنځه وړومبې د درې اړخيزه غونډې د كوربتوب په اقدام هم د آذربائيجان ست??ئن?? وكړه او دې امر اظهار ئې وكړو چې پاكستان د درې اړخيزه دوېمې غونډې كوربتوب له چتو دے۔ لنډمهاله وزیراعظم د دې خواهش څرګندونه وكړه چې اقتصادي مرسته لوړې كچ?? ته رسولو لپاره هلې ځلې پكار دي۔ جسټس (ر) ناصرالملك په دې خبره ټېنګار وكړٶ چې د پاکستان او آذربائیجان ترمېنځه اقتصادي مرسته لا زياتولو او د تجارت٬ سرمايه كارۍ ٬ توان او د دفاع په څانګو كښې بايد مرستې ته پراختيا وركولو له د هدفونو وټاكنه وشي۔ لنډمهاله وزيراعظم د آذربائیجان اول?? مشر لپاره د نېلو هيلو څرګندونه هم وكړه۔