اسلام آباد 08 جولائي (اے پي پي) د آزاد كشمير وزيراعظم راجه فاروق حېدر خان وئيلي دي چې د كشمير د آزادې په اړه نړيوالې ټولنې ته پاكستان سره د سياسي او سفارتي يووالي كولو ضرورت دے٬ بايد ن??يواله ټولنه د مقبوضه كشمير په اړه دوه مخې معيار خپل نه كړي٬ بايد ن??يواله ټولنه د كشمير په اړه خپل دريځ واضح كړي٬ د مل??رو ملتونو د بشري حقونو د كميسون راپور منظر عام ته راوړلو لپاره دې پاكستان خپل كردار ترسره كړي٬ كشميرې اولس جرات او بهادرې سره د هندي ګولو مقابله كوي۔ ده دا خبرې د اتوار په ورځ د كل جماعتي حريت كنفرنس آزاد كشمير څانګې تر سيوري لاندې د برهان مظفر واني د شهادت د تلين په موقع پ?? اسلام آباد كښې احتجاجي لاريون ته د وېنا كولو په مهال وك??ې۔ په دې موقع د حريت كنفرنس نور ګڼ شمېر مشران هم موجود وو۔ د آزاد كشمير وزيراعظم ووئيل چې مونږ د پاكستان نه په هر پلېټ فارم د سياسي او اخلاقي ملاتړ كولو هيله لرو۔ ده ووئيل چې د برهان واني پشان د ځوانانو قربانې په يو صورت هم نه شي نظرانداز كېدې۔ ده ووئيل چې كشميرې اولس خپل بنيادي د آزادې حق غواړي او زه باور وركوم چې دوي به دا حق ترلاسه كوي۔