پېښور۔22 جولائی (اے پی پی) د خېبرپختونخوا لنډ مهاله اعلې وزير ??سټس (ر) دوست محمد خان بنو كښې په پخواني اعلی وزير ??كرم خان دراني د ډزو او ډېره اسماعيل خان كښې د پخواني صوبائي وزير ??کرام اﷲ ګنډاہ ??ور په قافله د تر سره شوي بمي بريد په سختو ټكو كښې غندنه كړې۔ خ??ل يو بيان كښې اعلی وزير قانون نافذ كوؤنكو ادارو ته دې پېښو كښې د ككړو زر تر زره د نيولو او قانون ته د مخامخ كولو هدايت وكړو۔ ده د روغتيا څانګې ته پېښه كښې ژوبل شو??و ته د غوره طبي اسانيو وركولو هم هدايت وكړو۔ ده ووئيل د ډي آئي خان په ټولو روغتونونو كښې په سمدستي توګه بېړنې حالت په ځائې كړې شوې او ټولې عملې ته هر و??ت د حاضر پاتې كېدو هدايت شوې۔ ده ووئيل كه حاجت شو نو اکرام اﷲ ګنډا ??ور دې لا طبي اسانيو له د چورلكې د لارې پېښور ته ورسولې شي۔