اسلام آباد 24 اګست (اے پي پي) خارجه وزیر شاہ محمود قرېشي وئيلي دي د پاكستا?? او هند اړيكې د تعطل ښكار وې او دې ٬ د دواړو هېوادونو ترمېنځه د مسئلو هواري لپاره مذاكرات يوازنۍ لاره ده ٬ وزیراعظم واضحه ??ړې چې هند يو قدم راوړندې كېږي نو دوه قدمه به اخلو ٬ چړچقې په يو لاس نه شي وهلې كېدلې ٬ كشمير بنيادي كشاله ده او وي به ٬ په نريواله توګه د پاكستان ښه ترجماني كوٶ٬ د پاكستان ټولې ادارې يو موټے دي ٬ افغانستان كښې ام?? او استحکام د پاکستا?? او منطقې په ګټه دې٬ پاکستان به د اېف اے ټي اېف د ګرے لسټ نه ويستلو لپاره ټولې ممكنه هڅې كوٶ٬ مونږ دا نه غواړو چې پاکستان په بلیك لسټ كښې شامل ??ړې شي٬ د وزیراعظم عمران خا?? او د امریکې د خارجه وزير مائیك پومپیو تر مېنځه د ټېلي فوني تماس پحقله د امريكې د خارجه دفتر بيان د حقيقت نه لرې دے٬ خارجه پاليسي به په فرنټ او د پاكستان رويه به د معذرت نه وي٬ مونږ به د خپلو مفاداتو تحفظ كوٶ٬ سيمه ايز امن د پاكستان د خارجه پاليسۍ په ترجيحاتو كښې شامل دے۔ د جمعې په ورځ خارجه دفتر كښې د د وزیر اعظم عمران خان د هېواد د پاليسۍ پحقله د بريفنګ اخستو نه پس خبري كنفرنس ته خپلې وېنا كښې خارجه وزير ووئيل وزیراعظم دا خواهش لري چې د هېواد د خارجه پاليسۍ پحقله عمومي جاج وړاندې ??ړې شي۔ شاہ محمود قرېشي ووئيل پرمختګ لپاره ام?? او استحكام ډېر ضروري دے٬ ۔ ده ووئيل پاکستان ایران سوله ايز او مسحتكم پوله غواړي۔ ده ووئيل د ايران خارجه وزير هم پاكستان ته راتلل غواړي او ھغه به د 30 نه تر 31 اګست پاكستان ته راځي او مونږ به ئې تود هركلے كوو