اسلام آباد 17 نومبر (اے ??ي پي) د بلوچستان عوامي ګوند سناتور انوارالحق كاكړ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير فواد حسېن چوهدري د غوښتنې ملاتړ كولو سره وئيلي ??ي چې بلوچستان ته د وركړې شويو اربونو روپو د تحقيقاتو او احتساب غوښتنه جائز ده٬ دې سره به سپېځلتيا راشي او د بلوچستان اولس ته به د دوي حق په وركولو كښې مرسته وشي۔ تېره ورځ په خپل يو بيان كښې ده ووئيل چې مونږ په سپېځلتيا باور لرو٬ په تېر وخت كښې چې څه شوي٬ ورسره د محرومې درد ز??ات شوے٬ بايد بلوچستان ته د وركړې شويو اربونو روپو آډټ وشي ځكه چې دې سره به سپېځلتيا راشي او قوم ته به حقائق هم معلوم شي۔ ده ووئيل چې د هېواد نظام بهتر كولو لپاره سپېځلتيا وړومبې شرط دے۔ مالي??تي چارې ښې كولو سره د ښه نظم و نسق په پلو عملي پرمختګ ممكن دے۔ دا اقدام به په بلوچستان كښې غوره حكمرانې او ښه نظم و نسق لپاره يو ښه عملي قدم ثابت شي۔