اسلام آباد 25 نومبر (اے پی پی) خارجه وزير شاہ محمود قرېشي د کرتارپور کوریډور پرانستې دستوره ??ښې د دوو وزيرانو په رالېږلو د هندي حكومت د پرېكړې هركلے كړے او دا ئې د پاكستاني اقدام په ځواب كښې په زړه پورې غبرګون ګرځولې دے ۔ خارجه وزير د اتوار په ورځ وزارت كښې د پاكستان فارن آفس ووېمنز اېسوسي اېشن چېريټي بازار دورې م??قع “اے پي پي” سره ??ه خبرو كښې ووئيل سكه ټولنه رانزدې كولو لپاره د پاكستاني اقدام هند غوره ځواب راكړې۔ د يادونې وړ ده د هند خارجه وزېرې سشما سوراج د خپل پاكستانې هم منصب شاه محمود قرېشي د خط په ځواب كښې په 28م نومبر كرتار پور كوريډور پرانستې دستوره ??ښې د دوو هندي وزيرانو هرسمرت كور بادل او هرديپ سنګه د رالېږلو تصديق كړې۔ خارجه وزير شاہ محمود قرېشي ووئيل د دې م??م اقدام د لارې پاكستان د لكهونو په شمېر د سكه ټولنې زړونه ګټلي۔ ده باور څرګند كړو چې د كوريډور پرانستې سره به د امريكې او برتانيې پشمول د نړۍ بېلا بېلو هېوادونو څخه د سكه كميونټي پاكستان ته راتګ زيات شي۔ ده ووئيل سكه ټولنې ته پاكستان كښې د مينې د جذباتو سره ??ركلے وئيلي شي او ھغوي به د پاکستان او پاکستاني اولس په اړه مثبت اثرات ځان سره ??وسي۔ د دې نه وړاندې د چېريټي بازار په موقع پاكستان كښې د هند هائي كمشنر اجے بساريه خارجه وزير شاه محمود قرېشي سره ??لاقات كړې۔ خارجه وزير په دې م??قع چېريټي باز??ر كښې د چين ٬ تركيه ، جاپان او اد مينځۍ آسيا د سټالونو دوره ??م وكړه