اسلام آباد 05 دسمبر (اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئېلي دي چې د فاټا او د نورو قبائېلي سي??و سماجي او اقتصادي پرمختګ د اوسني حكومت په ترجيحاتو كښې شامل دې۔ ده دا خبرې د قامي اسمبلۍ غړي سېف الرحمان په مشرۍ كښې پلاوي سره د خبرو په مهال وكړې۔ په دې موقع د سندھ ګورنرعمران اسماعيل هم موجود وو۔اولس مشر ووئيل چې قبائېلي سي??ې په مركزي چوكاټ كښې راوستلو لپاره هر ډول ممكنه اقدامات كولې شي٬حكومت د پاتې سي??و اولس ته انصاف وركولو٬روزګار٬د تعليم معيار او د روغتيا آسانۍ باوري كولو لپاره پوخ عزم لري چې دغسې دا سي??ې د هېواد د نورو سي??و برابر كړې شي۔اولس مشر ووئيل چې هېواد اوس د امن او خوشحالۍ قومي مقصد ترلاسه كولو په لاره روان دې