لاهور 23 دسمبر (اے پی پی) د اطلاعات وفاقی وزیر چوهدری فواد حسېن وئيلي دي چې العزیزیه او فلیګ شپ ریفرنس پريكړه كيدونكې ده ٬ ټول د احتساب عدالت تاریخی پريكړې ته ګورې، هغوي مني چې جائیداد د هغوي دې او دا نه وائي چې پیسه د كومه راغلې،د نوازشریف او د هغه بچو د اربونو روپو جائیداد چرته څخه راغلو،زرداری قا?? ته وائي چې زه بې ګناه يم ما څه هم نه دې كړي ٬ كه هغه بې ګناه دې نو هېواد چا لوټ كړو، كله چې مشرف لاړو نو د هېواد قرض 6 کھرب ؤ ?? د نوازشریف حکومت چې ختم شو نو د هېواد 30 کھرب ته رسيدلې ؤ، زرداری او نوازشریف غیرقانونی جائیدادونو بچ كولو له اولس راپاروي او دواړه ګوندونه اتحاد کوي، زمونږ د نوازشریف او زرداری سره كوم ذاتی جنګ نشته ٬ د سیاست پخوانې نظام له مينځه وړو?? د زرداری او نوازشریف سیاست ختم شوې دې، مونږ سره څه هم نشته ٬ مونږ د آئین او قا??ون او ضابطو له مخې كار كوو?? د مينځنۍ طبقې ګوند تحریك انصاف اقتدار كښې راغلې كوم به چې نظام بدلوي اوعمران خان د قا?? امید دې?? د اپوزیشن چغې سورې په سیاسی نظام كښې د ښه والې علامت دې ٬ اوس د هېواد ?? معیشت ښه كولو وخت دې، په راتلونكو دوه اوونو كښې به د هېوا?? معاشی نظام په ړه ښه خبرونه رامخې ته شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ خبرې کنفرنس ته په خپل خطاب کښې وكړه۔ ده ووئيل العزیزیه او فلیګ شپ ریفرنس پريكړه كيدونكې ده ٬ ټول د احتساب عدالت تاریخی پريكړې ته ګورې۔ ده ووئيل مقدمه دا ده چې سعودی عرب ٬دبئی او لندن كښې د هغوي او د بچو جائیدادونه چرته څخه راغلې دي ، هغوي مني چې جائیداد د هغوي دې او دا نه وائي چې پیسه د كومه راغلې۔ ده ووئيل زرداری قا?? ته وائي چې زه بې ګناه يم ما څه هم نه دې كړي ٬ كه هغه بې ګناه دې نو هېواد چا لوټ كړو، كله چې مشرف لاړو نو د هېواد قرض 6 کھرب ؤ ?? د نوازشریف حکومت چې ختم شو نو د هېواد 30 کھرب ته رسيدلې ؤ، زرداری او نوازشریف غیرقانونی جائیدادونو بچ كولو له اولس راپاروي او دواړه ګوندونه اتحاد کوي، زمونږ د نوازشریف او زرداری سره كوم ذاتی جنګ نشته ٬ د سیاست پخوانې نظام له مينځه وړو?? د زرداری او نوازشریف سیاست ختم شوې دې۔ ده ووئيل زرداری او نوازشریف غیرقانونی جائیدادونو بچ كولو له اولس راپاروي او دواړه ګوندونه اتحاد کوي۔ده ووئيل د مينځنۍ طبقې ګوند تحریك انصاف اقتدار كښې راغلې كوم به چې نظام بدلوي اوعمران خان د قا?? امید دې?? د اپوزیشن چغې سورې په سیاسی نظام كښې د ښه والې علامت دې ٬ اوس د هېواد ?? معیشت ښه كولو وخت دې، په راتلونكو دوه اوونو كښې به د هېوا?? معاشی نظام په ړه ښه خبرونه رامخې ته شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د پاکستان مسئله قا??ون سازی نه ده ٬ قا??ون شته خو په هغې عملدرآمد ته اړتيا ده۔ د ماډل ټاؤن کیس په اړه د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل بايد د ماډل ټاؤن په کیس د جے آئی ټی په جوړولو عمل وكړې شي او دا کیس تر خپل منطقی انجام ته ورسولې شي۔د يوې بلې پوښتنې په ځواب ده ووئيل زمونږ چا سره كوم جنګ نشته خو دا څنګه اصول دي چې وفاق كښې كشر ورور د مشر ورور او پنجاب كښې زوې د پلار آډټ وكړي۔