اسلام آباد 26 اکتوبر (اے پي پي) د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر وئيلي دي چې په كشمير د ه??دي ??وا??ونو عاصبانه قبضه د تاريخ تور باب دے٬ د كشمير مسئله فلېش پوائنټ دے٬ دا نه يوازې منطقې بلكې د ټولې نړۍ امن لپاره يو دائمي خطر دے٬ نړي??ال?? ټوله دې د دې مسئلې سمدستي حل او په كشميريانو د ه??د ??وا??ونو ظلم او د بشري حقونو څخه د سرغړونو خاتمې لپاره خپل كردار ترسره ك??ي۔ ده دا خبرې په مقبوضه كشميړ كښې د انسانيت سوز سلوك په ضد د تورې ورځې په موقع په خپل پېغام كښې وكړې كومه چې هر كال د اكتوبر په 27مه نېټه د ه??دي ??وا??ونو د عاصبانه قبضې په ضد د احتجاج په توګه په ټوله نړۍ كښې لمانځلې شي۔ كشميري اولس سره د يو??ال?? څرګندونه كولو سره سپيكر ووئيل چې كشميري اولس سره زمونږ نه يوازې د مذهب٬ تهذيب او انساني بنيادونو رشته ده بلكې د پولې په دواړو غاړو د وينې رشته ده۔ ده ووئيل چې پاكستان د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو له مخې د كشمير اولس د ه??لو له مخې د كشمير مسئلې سوله ايز حل لپاره پوخ عزم لري۔ ده كشميري اولس ته د پاكستان لخوا د دوي د سياسي٬ سفارتي او اخلاقي ملاتړ ??ولو باور وركړو۔ ده ووئيل چې ملګري ملتونه او د بشري حقونو ډلې دې د كشمير مسئله د ملګرو ملتونو د قراردادونو او د كشميري اولس د ه??لو له مخې حل كولو لپاره خپل كردار ترسره ك??ي۔