اسلام آباد 27 دسمبر (اے پي پي) د پاكستان سمندري ځواك شمالي بحيره عرب او مكران كوسټ كښې د بېلا بېلو مېزائلو فائر كولو كاميابه څرګندونه كړی ده ۔د پاك بحريه وياند له مخې د پاك بحريه مشر اېډمرل ظفر محمود عباسي بېلا بېلو مېزائلونو فائر كولو او د اهداف په نخښه كولو مشاهده كړې۔د پاك بحريه جنګي سمندري بېړۍ او هوائي الوتكې په سمندر كښې په نخښه كونكې اينټي شپ مېزائلز فائر كړی۔د دې نه علاوه د مكران كوسټ څخه ايئر ډيفنس مېزائل هم فائر كړی شوې۔فائر كړی شوو بېلا بېلو مېزائلونو خپل اهداف په كاميابۍ سره په نخښه كړي۔د بېلا بېلو مېزائلونو دې كاميابې تجربې د پاك بحريه د آپرېشنل صلاحيت بشپړ ثبوت دے۔اميرالبحر اېډمرل ظفر محمود عبا??ي د پاك بحريه په آپرېشنل تيارو د اطمين??ن څرګندونه كولو سره وئېلي دي پاك بحريه د كوم ??م جارحيت بشپړ ځواب وركولو له صلاحيت لري