اسلام آباد 28 دسمبر (اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي چې پاك بحريه په مېري ټائم څانګه كښې رامخې ته كېدونكي خطرات په نظر كښې ساتلو سره د هېواد د بحري پولو او د منطقې د بحري ځايونو په تحفظ كښې بشپړه كردار ترسره كوي، د دوست هېوادونو د كېډټس د تربيې د لارې په منطقه كښې امن او همغږۍ كښې نېول اكېډمي مهم كردار لري. د پاك بحريه وياند لخوا د خالي په ورځ جاري شوې اعلاميې له مخې اولس مشر دا خبرې په پاكستان نېول اكېډمې كښې د 112م مېډشپ مېن او د 21م شارټ سروس كميشن پاسنګ آٶټ پرېډ په موقع ??فس??انو ته په خپله وېنا كښې وكړې. اولس مشر ډاكټر عارف علوي د پاسنګ آٶټ پرېډ په موقع خاص مېلمه و. اولس مشر پاس آٶټ شويو ??فس??انو ته تاكيد وكړو هغه دې د خپلو مشرانو په رواياتو او د ??وم په هيلو پوره وخېژي. د وياند له مخې د پاك بحريه مشر اېډمرل ظفر محمود عباسي نېول اكېډمۍ ته رارسېدو د اولس مشر او خاص مېلمه هركلې وكړو. په دې موقع د ښه كاركردګۍ مظاهره كوونكو ته انعامات وركړې شول او اولس مشر پاس آٶټ شويو ته مب??ركي وركړه. د بحريه وياند له مخې په دستو??ه ??ښې د د دفاع وزير پروېز خټك، سينئر پوځي چارواكو، د دوست هېوادونو د پوځ استازو او د كېډټس د كورنې غړو په لويه شمېره ګډون وكړو.