اسلام آباد ۔ 12 فروری (??ے پی پی) د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خصوصي مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق وئيلي دي د پاكستان د اولس وينه څښلو سره د بې وزلو په پېسو ژوند ??وؤ??كي نن حكومت كښې خپ?? كفيلان لټوي۔ د مافيا مشر لندن كښې دې۔ خواجه آصف صاحب بايد هغوي سره تماس ونيسي۔ پارلیمنټ هاؤس څخه بهر د مخالفې ډلو ګوندونو احتجاج د دوئي د سياسي محرومو ماتم نه سوا هېڅ نه دے۔ د شورؤ په ورځ خپل ټويټ كښې دې ووئيل مخالف ګوندونه اولس لپاره نه بلكې خپلو سياسي ګټو له احتجاج كوي۔ ددوئي په خېټه كښې د اولس د خواخوږۍ نه بلكې د خپل كرپشن او اقتدار درد كېږي۔ احتجاج ??وؤ??كي د اولس هغه مجرمان دي كومو چې دا قوم د بې وزلۍ ٬ قرض او ګرانۍ دلدل ته ټېله كړې دې۔ ډاکټر فردوس عاشق اعوان ووئيل دا د هغه خل??و استازي دي كومو چې د پاكستان تر هوائي اډو نړيوالو ادارو سره ګاڼه كړې وې۔ دا د هغه خل??و احتجاج وو كوم چې د اولس په خرچه اوس هم مزې كوي۔ اقتدار كښې پاتې كېدو سره دوئي قوم څخه ددوئي ژوند او سباؤن په زور واخست۔ دې د پاكستان پيپلز ګوند چيئرمېن بلاول بھټو زرداري مخاطب كولو سره ووئيل دا ستاسو د دور كرپشن دې چې زيان ئې اولس پو??ته كوي۔ پلار او ترور ته ووايه د قوم لوټ كړې پېسه بېرته وركړي ٬ ګراني به ختمه شي۔