اسلام آباد 20 اپریل (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان او صدر ډاکټر عارف علوی ترمينځه د ګل په ورځ ایوان صدر كښې ملاقات شوے۔ د ملاقات په مهال د هيواد ??و په نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ په دې موقع هيواد كښې د کورونا وائرس وباء له امله په را??خې ته شوې صورتحال هم غور اوشو۔ صدر ډاكټر عاف علوي په هيواد كښې د کورونا وباء خ??رې??و مخنيوي له اقدامات اوستائل۔ ده د وزیراعظم عمران خان د اړخه پرمختګ كوونكو هيوادونو لپاره د قر??و ادائیګۍ نرمۍ په اړه اقدام هم اوستائلو۔ صدر ووئيل بايد حکومت اولس له ??و په خاص توګه د ټولنې کمزورې طبقو لپاره د احساس پروګرام، یوټیلټی سټورز، د پناہ ځايونو ، لنګر خانو او نورو مهم اقداماتو د لارې اوسني بحران كښې د سمدستي ريليف وركولو سلسله روانه اوساتلې شي۔ دې نه پس د آئی اېس آئی ډائریکټر جنرل لیفټیننټ جنرل فیض حمید هم په ملاقات كښې شامل شو۔ په دې موقع د هند د اړخه په لائن آف کنټرول د ډز بندۍ په خلاف ورزو او د کورونا وائرس وباء په مهال بشري حقونو ته زيان رسولو ??و په مقبوضه جمو او کشمیر كښې د وګرو آزادۍ ته د زيان رسولو غندنه وشوه ۔ ملاقات كښې دا خبره را??خې ته شوه چې هند په مقبوضه کشمیر كښې اولس له د صحت بنیادی آسانۍ نه وركوي۔په دې موقع وزیراعظم عمران خان د صدر مننه وكړه او د روژې مياشت په مهال جوماتونو كښې د مونځ او تراويح په اړه ئې د علماء كرامو ترمينځه د اتفاق ??ید?? کولو لپاره هڅې اوستائلې۔ ملاقات كښې د علماء کرامو سره ترسره شوو نکاتو ??و په هغې عملدرآمد په اړه هم د خيالاتو څرګندونه وشوه