اسلام آباد 13 مئی (اے پی پی) نیشنل كمانډ اینډ آپریشن سینټر د كورونا وائرس په اړه تازه ترین اپ ډیټ جاری كړے، هيواد ??ښې د كورونا ایكټو كیسونو شميره 24 زره 787، او د تصدیق شوو كیسونو شميره هم 34 زره 336 ته رسيدلې ده ،د تيرو 24 ساعتو په مهال 2255 نو?? كیسونه راپور شوي،31 كسان نور مړه شي چې ورسره په مجموعی توګه د مړو شميره 737 ته رسيدلې۔ این سی او سی له مخې پنجاب ??ښې د كورونا وائرس كیسونو شميره تر ټولو زياته 13 زره 225 ته رسيدلې، سندھ ??ښې د راپور شوو كيسونو شميره 12 زره 610 ، خیبر پښتونخوا ??ښې 5 زره 21 او اسلام آباد ??ښې 759 ته رسيدلې، بلوچستان ??ښې 2158 , ګلګت بلتستان ??ښې 475 كیسونه راپور شوي، ادغسې ٓزاد كشمیر ??ښې د كورونا وائرس كیسونو شميره 88 ته رسيدلې۔ د راپور تر مخه ټول هيواد ??ښې تر اوسه 8 زره 812 رنځوران ښه شوي ۔ این سی او پی له مخې د كورونا وائرس له امله د مړو شوو شميره 737 ته رسيدلې ۔ د تيرو 24 ساعتو په مهال 31 كسان مړه شوي، دغسې په تيرو 24 ساعتو ك??ې د 11 زره 848 كسانو ټيسټ شوے۔د هيواد 735روغتونونو ك??ې 7876 رنځوران داخل دي۔ د 323 كسانو حالت تشویشناك ښودلې شوے