اسلام آباد 19 جون (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قريشي وئيلي دي د بي آر آئي او د سي پېك په نتيجه كښې به د شريكو روابطو په ودې او د اقتصادي او سماجي پرمختګ اهداف سر كولو ??ه مرسته تر لاسه شي، پاكستان او چين د سي پېك پروژ?? په وخت ترسره كولو ??پاره ټول ضروري اقدامات كوي، د نړيوال وبائي چېلنج مخ نيوي لپاره د اتحاد ، يووالي او د ګڼ اړخيزه مرستې ضرورت دے، بېلټ اېنډ روډ سره تړلو ??ېوادونو ته به د كورونا وائرس وبا د معاشي زيان ازالې لپاره شريكې هڅې كول وي. ده دا خبرې د جمع?? په ورځ د بېلټ اېنډ روډ د نړيوالې مرستې او د كورونا نړيوال وبائي چېلنج په اړه نړيوال كنفرنس ته د وېنا كولو ??ه مهال وكړې. خارجه وزير چين او د چين مشرانو ته په دې نړيوال كنفرنس كولو ??باركي وركړه او وې وئيل د چين خارجه وزير وانګ ژي په خاص توګه مننه كوم چې دا مهمه موضوع مخ په وړاندې بوځي. خارجه وزير شاه محمود قريشي ووئيل د كورونا نړيوالې وبا ټوله نړۍ په ولقه كښې ا??ست?? ده ۔ دې وبا كه يو خوا عامه روغتيا تباهې سره مخ كړې نو ورسره ئې نړيوال سياست، معاشرت او معيشت ته هم لوي زيان رسولے۔ د كورونا وائرس په وجه معيشتونو ته زيان رسېدلے، خلق په لويه شمېره بې روزګاره كېږي، د ترسيل نړيوال نظام سخت ځپلې شوے. ده ووئيل آئي اېم اېف په خپل اوسني راپور كښې دې بحران ته د ګرېټ ډپرېشن نه پس تر ټولو ??وي بحران سره تشبيه وركړې كوم چې د كال 2008م د معاشي بحران نه څو چنده زيات دے. خارجه وزير ووئيل نن د دې نړيوال چېلنج مخ نيوي لپاره د اتحاد، يووالي او د ګڼ اړخيزه مرستې ضرورت دے.