اسل??م آباد ۔ 13 جولائی (اے پی پی) د آزاد جموں وكشمير په شمول ګرده نړۍ كښ?? د جولائي په 13 مه نېټه 89 مه د كشمير شهيدانو ورځ په عقيدت او احترام سره لمانځلې شوې ۔ قومي اسمبلۍ كښ?? د كشمير شهيدانو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو قرارداد په يوه خله منظور ك??ے شو۔ د دې ورځې په مناسب?? د ??در ، وزیراعظم، د پاك پوځ سرلښكر او د آزاد كشمير صدر او وزیراعظم په شمول د مهمو شخصياتو خاص پېغامونه نشر ك??ے شول۔ حريت لارښودو اسل??م آباد كښ?? احتجاجي لاريون وكړو۔ 13 جولائي د كال 1931ء هغه ورځ وه كله چې 22 كشميريان ډوګرا ځواكونو په يوه پېښه كښ?? شهيدان كړي وو۔ دغه پېښه د لكھونو په شمېر خلقو په ذهنونو كښ?? د همت او قربانۍ د يو لوئې داستان په توګه اوس هم ژوندۍ ده۔ دا 22 كسان د ماسپخين لمونځ په وخ?? د ??انګ وئيلو په مهال شهيدان كړے شوي وو۔ د بانګ په مهال يو يو شهيد كولے شو او د بانګ تر ختمېدو 22 كسان شهيدان كړے شوي وو ۔ عبد القدير نومې يو ځوان د مهاراجه پوځيانو نيولے ؤ او د هغه په ضد ئې مقدمه جوړه كړې وه ۔ په 13 جولائي كال 1931ﺀ د مقدمې اورېدنې په ورځ د زرګونو په شمېر كشميريان د دې مقدمې كارروائي كتلو له زندان نه بهر راجمع شوي وو ۔