اسلام آباد ۔ 18 جولائی (اے پی پی) د اېن سی او سی مركزي ډله كراچۍ ته رسېدلې ده۔ د اېن سي او سي چيئرمېن اسد عمر او د نېشنل كوآرډينېټر لېفټېننټ جنرال حمود الزمان په ??شرۍ كښې د اېن سي او سي خصوصي غونډه نن د خالي په ??رځ كراچۍ كښې كېږي۔ د سندھ اعلی وز??ر مراد علي شاه به غونډه كښې په خصوصي توګه او د اسلام آباد ، آزاد جموں وکشمیر او نورو صوبو نمائندګان ??ه د وډېو لنك د لارې ګډون كوي۔ كراچۍ كښی كېدونكې غونډه كښې ??ه د لوئے اختر په ??وقعه په اېس او پيز د عملدرآمد او د څاروؤ منډيانو انتظام په اړه ټولې صوبې برېفنګ وركوي۔ د هاټ سپاټ اېرياز ، سمارټ لاک ډاؤن ، کانټېکټ ټرېسنګ حوالې سره به خصوصي جاج اخستلې شي۔ صوبائي سر ښار كراچۍ كښې د اېن سی او سی دا دويمه غونډه ده۔ په دې لړ كښې اولنۍ غونډه لاهور كښې شوې وه۔ په صوبائي سرښار كښې كېدونكې ??دې غونډې مقصد د كورونا په ضد قامي يو والې ٬ د مسائلو په غوره ډول ادراك ٬ همغږي پېدا كولو سره سره د كورونا په ضد د صوبو كاركردګي ستائل دي۔ د كورنيو چارو وفاقي وز??ر اعجاز شاه به هم سندھ كښی د لوئے اختر ٬ د څاروؤ منډيانو او محرم الحرام حوالې سره د غونډې مشري كوي