اسلام آباد 31 اګست (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز وئيلي دي د سندھ حکومت د كراچۍ ??شمول د صو??ې اولس مسئلې نظر انداز كړ?? چې ورسره موجوده صورتحال راپېدا شوے ، وفاقي حکومت به د ټولو سياسي اختلافاتو نه پرته د سندھ اولس مسائلو حل كولو لپاره په كوټلو هلو ځلو كښې هر ډول ممكنه مرسته كوي، مخالفه ډله د اېف اے ټي اېف په اړه قانون سازۍ كښې خنډان راولاړولو سره اېن آر او غواړي، هېواد د اېف اے ټي اېف په بلېك لسټ كښې د تللو متحمل كېدے نشي ٬ د اولس په وړاندې به د مخالفې ډلې كردار بې نقابه كوٶ، د دوي مقصد د هېواد نه بلكې ذاتي مفاد او د خپلو قائدينو تحفظ دے، درآمد كړ?? چينې او غنم هېواد ته رارسېدلي چې ورسره به بيعه ټيټه شي٬ د پاكستان تحريك انصاف ح??وم?? د پاليسو محور غرې??ې او بې وزله طبقې دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز د ګل په ورځ پي آئي ډي كښې خبري كنفرنس ته خپله وېنا كښې وكړه ۔ وفاقي وزير ووئيل د كراچۍ اولس چې د كوم كرب څخه تېرېږي وفاقي ح??وم?? د ھغې نه لاعلم نه دے، د حکومت پشمول ټول قام د كراچۍ اولس سره خواخوږي لري۔ ده ووئيل وزيراعظم عمران خان ته هره ورځ د كراچۍ ??ه صورتحال بريفنګ وركړے كېږي، وزيراعظم عمران خان به روانه اوونۍ كښې د كراچۍ دوره كوي او وزيراعظم د سندھ صوبائي حکومت ته د بشپړه مرستې باور وركړے۔ ده ووئيل وزيراعظم عمران خان او د تحريک انصاف حکومت ھغه عواملو سره نشي چلېدے چا چې ذاتي مفاد لپاره قامي مفاد په داٶ لګولے ۔ده ووئېل اولس په كال 2018 كښې تحريك انصاف ته نوي پاكستان لپاره مېنډېټ وركړے ، پاکستان تحريك انصاف ھغې پاكستان سره نشي چلېدے چې پكښې د دوي د قائدينو كرپشن٬لوټ مار او مني لانډرنګ وي يا داسې پاكستان چې سياست ئې كاروبار جوړ وي يا د ذاتي مفاداتو ترلاسه كولو ذريعه وي۔ده ووئېل عمران خان د ھغه پاكستان نمائندګي كوي چې مقصد ئې د اولس خېرښګړه او د غربت خاتمه ده٬ اوسنے ح??وم?? د مډل طبقې مسائلو حل كولو لپاره هر ممكنه اقدامات كوي۔ د اطلاعات وزير ووئيل قمر زمان کائرہ د ھغه ګوند نمائندګي كوي كوم چې بالعموم اولس او په خاص توګه د سندھ اولس څخه لوټ مار كړے٬ سندھ كښې د صحت، تعليم پشمول د ټولو څانګو صورتحال خراب دے، په روغتونونو كښې داروګان او اېمبولېنسز نشټه۔ ده ووئيل پيپلر پارټۍ له د كراچۍ ??ه صورتحال سياست كول د افسوس وړ خبره ده، ناصر شاہ ووئيل كراچۍ ??پاره لس اربه ډالره پكار دي، دوي ته د پېسو وركولو مطلب ٶ چې پېسې ئې جېب ته لاړې شي۔ وفاقي وزير ووئيل د سياسي اختلافاتو نه پرته كراچۍ د هېواد مهمه برخه ګڼو،كله چې څه مسئله رامخې ته كېږي نو د پيپلز پارټۍ قيادت د منظر نه غېب شي۔ ده ووئېل مخالفه ډله په اېف اے ټي اېف بل ح??وم?? بلېك مېل كول او د اېف اے ټي اېف په شا اېن آر او اخستل غوښتل، دواړه ګوندونه وائي چې اېن آر او څوك غواړي، مونږ د ټويټ د لارې د حقيقت نه اولس خبر كړے ۔ده ووئېل اېن آر او هم دا چې د كرپشن تشريح د دوي د خوښې وياو چا چې غلا كړې وي قانون دې د ھغوي د خوښې له مخې بدل كړے شي۔ده ووئېل د مخالفې ډلې هڅه وه چې په څه ډول اېن آر او ترلاسه شي او دوي غٶاړي چې د پنځو كالو د غلا حساب وانخستلے شي۔ده ووئېل مخالفه ډله د مثبت پروګرامز او تجويزونو په ځائ منفي سياست كوي٬ دوي د يو بل په ضد هم د بدنتيۍ مظاهره كوي٬ دوي هېڅ اېجنډا نه لري۔ وفاقي وزير ووئيل د پيپلز پارټۍ په سندھ كښې د 12 كالو د ح??وم?? حالات د اولس په وړاندې دي، پيپلز پارټۍ چې په كراچۍ ??ښې څه مصرف كړے د ھغې حساب دې اولس ته وركړر شي۔ ده ووئيل وزيراعظم عمران خان هېواد د ستونزو نه اوباسي٬ مخالفه ډله يو مقصد لري چې ح??وم?? ناكامه شي، هېڅ شك نشته چې هېواد كښئ ګراني او سخت وخت دے، د حکومت د بنيادي پاليسو محور اولس دے، هيله لرو چې د ستونزو نه به ډېر زر رابهر شوو او مخ په وړاندې به لاړ شوو۔ده ووئېل ډېر زر به آسانۍ راپېدا شي٬ معاشي اشاريې په مثبت پلو روانې دي او د دې خواږه به ډېر زر اولس ته ورسيږي ۔ ده ووئيل د لوي څښتن په كرم او د ح??وم?? دانشمندانه پوليسو په سوب د كرونا وباء په كاميابۍ سره مقابله شوې، کرونا له ختمه نه ده دې لپاره په اېس او پيز عمل پكار دے۔ ده ووئيل د ماضي قيادت په مقابل كښې موجوده سياسي قيادت د اولس مسائلو حل كولو له عزم لري٬ د موجودہ حکومت د پرېكړو محور اولس دے ۔ ده ووئيل درآمد كړ?? غنم او چينۍ هېواد ته رارسېدلي چې ورسره به بېعه ټيټه شي۔ ده ووئيل پارلماني غړي دې د هېواد ګټې له پرېكړه وكړي او د مخالفې ډلې په بلېك مېلنګ كښې دې نه راځي۔ ده ووئيل د اېف اے ټي اېف په بلېك لسټ كښې تللو سره به هېواد ته لوئې زيان ورسي٬ معيشت ته به زيان ورسي٬ ح??وم?? د هېواد مفاد له قانون سازي كوي خو بلخوا مخالفه ډله د خاص طبقې او مشرانو بچ كولو لپاره د دې مخالفت كوي، په شريكه غونډه كښې به د هېواد مفاد له پرېكړه كوٶ۔ ده ووئيل د كراچۍ ??سئلې حل كول د صوبائي ح??وم?? ذمه واري ده خو وفاق به هم د مسئلو حل لپاره د صوبائي ح??وم?? هر ډول ممكنه مرسته كوي، په دې لړ كښې د وزيراعظم لخوا جاري كړ?? دريو نكاتو باندې عملدرآمد باوري كوٶ٬ او د صوبائي ح??وم?? پشمول ټولو اړوندو ډلو سره په مشا??رت به د كوټلې لائحې له مخې په وړاندې ځوو