اسلام آباد 15 اکتوبر (اے پي پي) پاکس??ان وئيلي دي مقبوضه جمو و کشمير كښې د انساني حقونو د پرله پسې خلاف ورزو تر خاتمې هند سره مذاكرات خارج از امكان دي۔ د زيارت په ورځ د اوونيز بريفنګ په مهال د خارجه دفتر وياند ووئيل هند سره په داسې صورتحال كښې د معنې وړ مذاكرات ممكن نه دي چرته چې په مقبوضه كشمير كښې پرله پسې د بشري حقونو خلاف ورزۍ كېږي٬ په دوه اړخيزه رابطو كښې د دوېم فريق د شاملېدو په اړه وياند ووئيل پاکس??ان په دې خبره باور لري چې كشميريان د خپل سباٶن پحقله شامل دي۔ د يوې پوښتنې په ځواب وياند ووئيل پاكس??ان د آرمي پبلك سكول پېښور پېښه كښې د هند د اسخباراتي اېجنسۍ د ككړېدو تصديق شوي شواهد لري، كوم چې نړيوالې وورولۍ سره شيئر كړے شوي۔ وياند ووئيل پاكس??ان هند څخه د خپل آئين غېر قانوني 35اے آرټيکل ختمولو مطالبه كوي٬ چ?? مقصد ئې د مقبوضه كشمير آبادياتي تناسب بدلول دي٬ د دې غېر قانوني آرټيکل ختمېدو سره په مقبوضه وادۍ كښې د سپېځلې استصواب رائے لپاره ماحول ښه جورېدې شي۔ ده ووئېل د تېر كال پنځم اګست د هند عېر قانوني او يو اړخيزه اقداماتو نه پس تر اوسه د هند قابضو ځواكونو په رياستي ترهګرۍ كښې 300 كشميريان شهيدان كړي او د دې نه علاوه ئ?? د 600 نه زياتو ځوانانو باندې سخت تشدد كړے۔ وياند ووئيل پاكس??ان د كشميريانو د ماورائے عدالت وژنې او د رياستي ترهګرۍ سخته غندنه كوي او نړيوالې ورورولۍ څخه مطالبه كوي چې په لويه كچه د بشري حقونو د سنګينو خلاف ورزو او د جنګي جرائمو په ارتكاب دې هند ذمه وار وګرځولے شي۔ وياند ملګرو ملتونو او په نورو نړيوالو ادارو زور رواړو جې ھغوي په مقبوضه جمو و كشمير كښې د بشري حقونو په تندۍ سره د بدلېدونكي صورتحال نوټس واخلي