پينډۍ 20 اکتوبر (اے پی پ??) د پاك پوځ سرلښكر جنرل قمر جاوید باجوہ وئيلي دي مونږ د امن او استحکام ترلاسه كولو لپاره لوئې قربانۍ وركړي،هېواد د غیر مستحکمه کولو د كومې هم هڅې به بشپړ ځواب وركولے شي۔ده د نهې په ورځ کورکمانډر کنفرنس ته وينا كوله۔ د آئی اېس پی آر له مخې جی ایچ کیو كښې د سرلښكر جنرل قمر جاوید باجوہ په مشرۍ كښې د كور كمانډرانو 236مه غونډه وشوه چې پكښې جیو سټريټجك ، سيمه ايز او د قامی سلامتیا په صورتحال د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ فورم په هيواد كښې او په خاص توګه قبائلی ضلعو او بلوچستان كښې د ترهه ګرۍ د پېښو جاج واخست۔ ټول سول او پوځي شهيدانو ته پيرزوئن?? وړاندې كولو سره فورم د دې عزم پخلے وكړو چې د هېواد جغرافیائی او نظریاتی محاذونو به په هر ډول دفاع ک??لې شي۔