اسلام آباد 26 اكتوبر (اے پي پي) ?? كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير علي امين خان ګنډا پور په مقبوضه جمو كشمير كښې د هند د رياستي ترهګرې غندنه كولو سره وئيلي دي چې په كشمير كښې د بشري حقونو څخه د سرغړونې په اړه د نريوالو تقريري مقابلو انعقاد د ستائنې وړ دے، كشميريان خپل د خپلواكې حق ترلاسه كولو لپاره عزم او استقامت سره ولاړ دي، داسې مقابلو سره به په نړيواله كچه عامه راي?? جوړولو لپاره مرسته وشي. ده دا خبرې د ګل په ورځ ?? كشمير چارو د وزارت تر سيوري لاندې ?? كشمير تورې ورځې په لړ كښې په انسټي ټيوټ آف سټرېټجك سټډيز اسلام آبا دكښې د نړيوال ورچوئل تقريري مقابلو پرانستې دستورې ته په خپله وېنا كښې وكړې. د هند د غېر قانوني غاصبانه قبضې په ضد به ﴿نن﴾ د نهې په ورځ د اكتوبر په 27مه نېټه كشميرې اولس توره ورځ لمانځي. په دې موقع وفاقي وزير په تقريري مقابلو كښې د ګډون كوونكو هركلې وكړو او وې وئيل چې مونږ په مقبوضه ??شمير كښې د هندي رياستي ترهګرې سخته غندنه كوو. په كشمير كښې د بشري حقونو څخه د سرغړونې په اړه د نريوالو تقريري مقابلو انعقاد د ستائنې وړ دے، ?? كشمير مسئله تقريري مقابله ډېره مهمه ده. وفاقي وزير ووئيل چې په مقبوضه ??شمير هند غېر قانوني قبضه او تسلط قائم كړے او په كشميړيانو بدتره ظلم ك??ږي. ده ووئيل چې د لكونو په شمېر كشميريان شهيدان كړې شوي دي او د زرګونو په شمېر مېرمنې كونډې كړې شوې دي. په مقبوضه ??شمير كښې د سلګونو په شمېر مېرمنې د كلونو نه د خپل خاوندانو په اړه كومه اطلاع نه لري. ده ووئيل چې كشميريان خپل د خپلواكې حق ترلاسه كولو لپاره عزم او استقامت سره ولاړ دي، كشميريان به د آزادې خپل حق ترلاسه كوي. په دې تقريقري مقابله كښې 29 تقرير كوونكو ګډون وكړو چې پكښې د 18 تعلق 16 هېوادونو سره و. د پاكستان او آزا?? كشمي?? د ??ېلا بېلو پوهنتونو څخه 11 تقرير كوونكو په دې مقابلو كښې برخه واخسته