اسلام آباد۔ 28 اکتوبر(اے پی پی) د مو??صلات وفاقي وزير مراد سعيد وئيلي دي د قام د لوټ كړو پېسو بايد ځواب وركړے شي۔ حكومت دا پېسه معاف كولے نه شي۔ په ناموس رسالت ٬ پېښور پېښه او د كوئټې په چاؤدنه د اپوزيشن سنجيدګي د قام په وړاندې ده۔ د شورؤ په ورځ قومي اسمبلۍ كښې هغه ??وئ??ل اپوزيشن د پېښور په پېښه سياست شروع كړے۔ تېره ورځ په ناموس رسالت او نن د پېښور په پېښه د اپوزيشن سنجيدګي د ټولو په وړاندې ده۔هغه ??وئ??ل د كوئټې په جلسه كښې وئيلې شوي وو په پاك افغان پوله به خاردار تار لرې كولے شي۔ دوي دا هېره كړې چې دې تار لګولو نه وروستو پاكستان محفوظ شوے۔ د اچکزئی ورورو پخپله ګورنر ؤ هغه پښتنو لپاره څه كړي ۔ هغه ووئېل زمونږ په ماشومانو د سياست كولو نه بايد ډډه وكړې شي۔ هغه ??وئ??ل اپوزيشن په كورونا هم سياست كړے۔ په فیټف چې كله قانون سازي روانه وه نو په دغه موقع اپوزيشن تحريري اېن آر او وړاندې كړه۔ مراد سعید ??وئ??ل اجیت دوول د پاكستان په حقله وئيلي وو هغه د بهر نه بريد نشي كولے ۔ دې بيان نه وروستو داخلي سازشونه پېل شو۔ بلوچستان او پختونخوا كښې د ناامنۍ او شيعه سني فساداتو سازش روان دے ۔مراد سعيد ??وئ??ل د قائد د مزار يو تقدس دے۔ زه د هند د نظريې او سوچ غندنه كوم۔ هغه ??وئ??ل د اردو ژبې د ترويج غوښتنه آئين كوي۔ دا خلق د اجیت دوول بیانیې او د مو??ی سوچ ته وده وركوي۔ په كشمير 54 كاله وروستو د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل كښې بحث شوے ۔ هغه ووئېل مو??وده حكومت كښې درې وارې سلامتي كونسل كښې د كشمير په مسئله خبره وشوه۔ د ناموس رسالت معامله عمران خان ټولې نړۍ او ملګرو ملتونو ته يوړله۔ كله چې د فلسط??ن په اړه خبره وشوه نو د پاكستان په ضد سازشونه پېل شول۔ وفاقي وزير ??وئ??ل سترې محكمې هغه ته سرټيفائيډ غل او عمران خان ته صادق او امين وئيلے۔ هغه ??وئ??ل اپوزيشن د هند او اسرائيل په سازشونو كښې د ميرجفعر كردار ترسره كوي