اسلام آباد 16 نومبر (اے پي پي) د وزيراعظم د كورونا ريليف فنډ 4.8 اربه روپۍ مصرف كول د سپېځلتيا اعلٰي مثال دے. د وزيراعظم عمران خان په مشرې كښې د ګل په و??ځ د وزيراعظم كورونا ريليف فنډ څارنې لپاره د جوړې كړې كمېټې غونډه و??وه. په غونډه كښې د فنډ د استعمال د تفصيلاتو جاج واخستلے شو. دا فنډ د كووېډ-19 ځپليو لپاره فنډ راجمع ??ولو لپاره په مارچ كال 2020م كښې قائم كړے شوے ؤ . د كورونا ريليف فنډ لپاره په هېواد كښې دننه او بهر شتمدنو خلقو د 4.8 اربه روپو عطيه و??كړې چې پكښې 1.08 اربه روپې د بهر او 3.8 اربه روپې په هېواد كښې دننه عطيه كړې شوي. وزيراعظم عمران خان د روان كال په پېل كښې د دې فنډ د استعمال په تناظر كښې د دوو پالېسو اختيارولو اعلان كړے ؤ چې دا فنډ به د احساس اېمرجنسي كېش پروګرام له مخې د ملازمتونو څخه محروم شوو د كورونا ځپليو ته و??كولې شي او په دوهمه پالېسې كښې دا وئيلي شوي وو د يوې روپې فنډ په جمع ??ېدو به څلور روپې د حكومت لخوا وركولې شي. د حكومت لخوا دا لوظ پوره كېدو سره په دې فنډ كښې 19.55 اربه روپې جمع شوي او دې سره د فنډ مجموعي رقم 24.23 اربه روپو ته رسېدلے. دې سره د 20 لكه كورنيو مرسته شوې ، هرې يوې كورنۍ ته د احساس اېمرجنسي كېش پروګرام دلارې 12 زره روپې نغدې وركړې شوي. دا كورنۍ د احساس اېمرجنسي كېش پروګرام د لارې د نغدو ترلاسه كوونكو د يو نيم كروړه كورنيو نه جلا دي.. وزيراعظم عمران خان ووئيل پاكستانيان تر ټولو زيات خېرات وركونكے قام دے، زه دوي له باور وركوم چې مونږ به د شتمندو خلقو لخوا وركړے شوے فنډ په سپېځلې ډول استعمالوو. تحفيف غربت او د سماجي تحفظ ډويژن ته د دې فنډ استعما??ول?? ذمه و??ري ورپغاړه كړې شوې. وزيراعظم د مستحقينو ?? شناخت وسيلو پشمول د نور طريقه كار څارنې لپاره پاليسي كمېټي جوړه كړې. پاليسي كمېټي د دې فنډ د تقسيم په اړه د پرېكړې كولو اختيار هم لري او د فنډ د انتظام، چارو او د عطياتو جمع ??ولو په اړه كومه هم پرېكړه كولې شي