اسلام آباد 23 ??سم??ر(اے پي پي) داخله وزير شېخ رشيد احمد ملاوټ ??و سمګل شوو او د غېر معياري پټروليم مصنوعاتو په دهنده كښې ككړو عناصرو له د يوې اوونۍ مهلت وركولو سره خبردارے ور كړے چې حكومت به په دې لړ كښې سخته كاروائي كوي۔ د شورو په ورځ سي ډي هيډ کوارټرز كښې د كر??مس كېك پرې كولو دستور?? نه پس ميډيا سره په خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل د وزيراعظم په هداياتو نن د وړومبۍ سياسي پرېكړې اعلان كوم٬ داخله وزير په اووه ورځو كښې د سمګل شوو پټروليم مصنوعاتو د پټرولم پمپونو څخه د ختمولو ډېډ لائن په وركولو كښې ووئيل په اليکټرانک او پرنټ ميډيا به كمپائن چلولے شي چې كه په اوو ورځو كښې دننه د سمګل شوو پټروليم مصنوعاتو د خرڅ سلسله ختمه نه شوه نوې داسې پټرولم پمپ به بندولے شي۔ داخله وزير ووئيل د سمګل شوو پټرولو څخه هېواد ته د 7 بېليونه ډالرو زيان كرسي۔ دستورې ته خپله وېنا كښې وفاقي وزير مسيحي ورورولۍ له د كر??مس مباركي وركړ??، د مسيحي وروڼو ډېر قدر كوم٬ پوليس انتظاميې ته امر شوے چې د كليسو خيال وساتي او دوي له هر ډول سهولت وركړي دغسې چې د دوي د كر??مس خوشحالۍ ولمانځي۔ وفاقي وزير د كرونا په مهال د مسيحي ورورولۍ د خدمات هم ستائنه وكړه