اسلام آباد۔ 8 فروری(اے پی پی) د حریت لارښود ياسين ملك كورودانې مشعال حسېن ملك وئيلي دي مقبوضه كشمير كښې تحريك اوس د ځوانانو په لاسو كښې دے۔ په تحريكونو كښې د ځوانانو كردار ډېر مهم وي۔ د زده كوؤنكو جذبې په ليدلو راته ډېره خوشحالي شوې ??ه۔ هغې د ګل په ورځ اسلام آباد ماډل سكول كښې دستورې ته خطاب كولو۔ هغې ووئيل مقبوضه كشمير كښې تش لاسې كشميري اولس نهه لكه پوځ سره جنګ كوي۔ د اويا كلونو نه هندي پوځ مقبوضه كشمير كښې په كشميري اولس ظلم او زياتې كوي?? مشعال ملك ووئيل آزادۍ لپاره د كشميري اولس قربانۍ به بې ځايه نه ځي۔ هغې ووئيل كشميري زده كوؤنكي د بربريت مقابله كوي۔ هغې زياته كړه چ?? هند د كشمير په شمول پاكستان تيارو ته ټېله كول غواړي۔ د هند لخوا په كشيمري اولس ظلم او زياتي ته اشا??ه كولو سره هغې ووئيل په نړۍ كښې پېلټ ګن د ځناورو په ضد هم نه شي كارولې۔ هندي پوځ كشميريانو سره د ځناورو نه هم زيات ناروا سلوك كوي