اسلام آباد 26فروری (اے پی پی)د سائنس او ټېكنالوجي وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئېلي دي په سندھ كښې د حزب اختلاف په مشر حليم عادل شېخ ظلم كول د بشري حقو??و معامله ده٬په قامي اسمبلۍ كښې په دې اړه خبره كول د كومې ضابطې خلا?? عمل نه دے۔د جمعې په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې د بې??و غړو لخوا د پورته كړو نكات ځواب كښې وفاقي وزير ووئيل په شمالي وزيرستان كښې د څلورو مېرمنو په شهادت ايوان چې د كوم يو والي څرګندونه كړی هغه د ستائنې وړ ده٬د كے پي كے حكومت سنجيده اقدامات كړي٬كه مونږ پھ حكومت كښې يو يا اپوزېشن كښې تر څو چې مو مېرمنو ته عزت نه وي وركړ?? وړاندې نشو تللے۔ده ووئيل يو خبر راغلے چې يو 64كلن كس د 14كلنې انجونې سره واده كړے ٬جے يو آئي له ??ضا??ت كول پكار دي۔په هند كښې په دې معامله واويلا كېږي۔ده ووئيل چرته هم چې ظلم وشي هغه ظلم دے۔دا خبره سمه نه ده چې په سندھ كښې د شوي ظلم خبره دلته نشي كېدې۔په سندھ كښې د مخالفې ډلې په مشر ظلم كېږي٬دا د بشري حقو??و معامله ده مونږ له د دې نوټس اخستل پكار دي