اسلام آباد 02 مارچ (اے پي پي) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي وئېلي دي چې د دښمن د روايتي او هائبرډ بريدونو ماتولو لپاره به د وسله ??الو ځواكونو وظيفائي تربيې سره سره هائبرډ جنګي حكمت عملي وضعه كول وي٬د ټولنې ټولو طبقو ته به مساوي موقعې وركول وي۔ده دا خبرې د نهې په ??رځ په ??اكستان ايئرپورټ هېډكوارټرز كښې د وړومبي ايروسپيس اينډ نېشنل سېكورټي وركشاپ ګډ??ن كونكو ته د اسنادو وركولو دستورې ته وېنا كښې وكړی۔په ??نفرنس كښې د پارليمان غړو٬سركاري ملازمينو او د خبريالانو پشمول 36 كسانو ګډون وكړو۔دا كنفرنس د فرورۍ د 22مې نېټې نه د مارچ تر دوهمه نېټه روان وو چې پكښې د هېواد چېلنجونو٬ستراتېژېكي خپلواكۍ او معاشي خودكفالت ته پام وكړې شو۔صدر مملكت ډاكټر عارف علوي دستورې ته په خپله ??ېنا كښې په ??ړومبي ايرو سپيس وركشاپ كولو مباركي وركړه۔ده ووئيل چې قوم هغه وخت جوړ شي كله چې د ټولنې د هرې طبقې مسئلې حل شي۔صدر مملكت د دستورې په ??اې كښې د وركشاپ ګډ??ن كونكو ته سندونه وركړل۔د پاك فضائيه مشر ايئر چيف مارشل مجاهد انور خان صدر مملكت ډاكټر عارف علوي ته شيلډ وړاندې كړو۔(