اسلام ??باد۔20 مارچ (اے پی پی) د نجكارۍ وفاقي وزير دانيال عزيز تور لګولې چې د پيپلز ګوند او تحريك انصاف مش??تابه د ادارو ترمينځھ د شخړې پېدا كولو هڅې كوي۔ د نهې په ورځ يو شخصي ټي وي چېنل سره خبرو كښې ده ووئيل د تحريك انصاف لارښود ناوړه ژبه كاروي او د قامي ادارو احكاماتو خلاف ورزي كوي۔ ده ووئيل پاكستان مسلم ليګ (ن) د قامي ادارو احترام كوؤنكې ګوند دے او زمونږ مش??تابه هم مونږ ته د دې درس راكوي۔ وفاقی وزیر ووئيل پاکستان مسلم لیګ (ن) ټول عمري د عدالتونو احترام كړې۔ او هم دغه سوب دے چې د قانون سرلوړۍ له زمونږ مش??تابه عدالتي احكامات تسليمولو سره په سمدستي توګه د وزارت عظمیٰ كرسۍ پرېښودې۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل پخوا هم هڅې شوي چې پاکستان مسلم لیګ (ن) اقتدار څخه لرې وساتلې شي ولې پاکستان مسلم لیګ (ن) د كال 2013ء په ټول ??اكنو كښې په لوئې اكثريت سره كاميابي ترلاسه كړه او راتلونكو ټول ??اكنو كښې به هم د خپلې كاركردګۍ په بنياد كاميابي ترلاسه كړي۔ د عدالت سپكاوي كېس په اړه د پوښتنې په ځواب ده ووئيل د قانون تعظيم له به عدالتي پرېكړه قبولولې شي