اسلام آباد۔ 18 مئی(اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير مفتاح اسماعيل وئيلي چې شپږم بجټ وړاندې كول مونږ لپاره د درناوي خبره ده۔ د مع??شي پرمختګ سفر به جاري وي او اولس سره كړې ټول لوظونه به پاللې شي۔ د جمعې په ??رځ د وفاقي بجټ منظورۍ څخه وروستو په خپلو مختصر ??برو كښی ده ووئيل د لوئے څښتن شكر ادا كوم چې مونږ ته ئې د پرله پسې 6 م بجټ وړاندې كولو او د هېواد او اولس خذمت توفيق راكړو۔ ده ووئيل د پخواني وزير??عظ?? نواز شریف او وزیر ??عظ?? شاهد خاقان عباسی د وژن په سوب مو د مع??شي پرمختګ سفر كړې۔ هيله لرو چې دا سفر به سباؤن كښې هم جاري وي۔ ده د بجټ په تيارۍ كښې په ??رسته كولو د پارلماني غړو ٬ سپيكر ٬ د سېنېټ غړو او د اړوند ادارو چارواكو او عملې مننه وكړه۔ ده ووئيل د قامي اسمبلۍ ٬ سېنټ ٬ پي ټي وي ٬ پي آئي اے ٬ سي ډي اے ٬ اے پي پي ٬ رېډيو او د پي آئي ډي په ??مو?? د بجټ سېشن په ??هال پارلېمنټ هاؤس كښې خذمت ترسره كوؤنكو ټولو ملازمينو ته به د 5 بنيادي تنخاګانو برابر اعزازيه وركولې شي۔ په دې مهال سپيكر ووئيل تېره اعزازيه هم ترلاسه شوې نه ده۔ په دې وفاقي وزير ووئيل د اعزازيې دا رقم به د حكومت مودې ترسره كېدو څخه وړاندې ادا كړې شي