اسلام آباد 19 اکتوبر (اے پي پي)كولمبو كښې ?? پاكستان هائي كمشنر ډاكټر شاهد حشمت د سري لنكا د سائنس او ټېكنالوجي وزير ډاكټر سارت امونوګاما سره ليدلي دي ۔د خبرو اترو په مهال د دواړو هېوادونو ترمينځه په بېلو څانګو كښې د شري??ې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې ۔هائي كمشنر هغه ته په سوئېلي آسيا كښې ?? پائيدار پرمختګ لپاره د سائنس او ټېكنالوجۍ په ار?? كمېشن د راتلونكې دورې نه خبر كړو۔هائي كمشنر د دې لوظ پخلې وكړو چې دورې سره به د دواړو هېوادونو ترمينځه تعليمي مرستې ته وده ترلاسه شي۔ډاكټر حشمت د سري لنكا وزير ?? پاك سري لنكا لوړو زده كړو مرستې پروګرام څخه خبر كړو چې له م??ې ئې د سري لنكا زده كوونكو له بېلو څانګو كښې په سلګونو سكالرشپس وركړي شوي۔ده د ټېكنيكل تعليم پھ اړه سري لنكا ته د مرستې وړاندېز هم وكړو