اسلام آباد 24 اګست (اے پي پي) وزیراعظم شاهد خاقان عباسي باور وركړې چې د امريكائي اولس مشر سوئيلي آسيا پحقله په نوې پاليسۍ سېنېټ كښې كېدونكې بحث په پي ټي وي نېغ په نېغه د نه ښودلو به جاج اخستې ??ي۔ د زيارت په ورځ وزیراعظم شاهد خاقان عباسي سېنېټ كښې د بحث په مهال پي ټي وي ته امر وكړو چې د دواړو ايوانونو د كاروائيو لائيو كورېج وكړئ ٬ د دې خبرې به جاج اخلو چې په دې سپارښتنه عملدرآم?? ولې ونه كړې شو۔ د غونډې ??ه مهال د سېنېټ چيئرمېن تجويز وركړې ٶ چې بايد د غونډې ??وده زياته كړې شي دا ځكه جې د سېنېټ خارجه كمېټي په دې معامله سفارشات جوړوي ۔ د دې په ځواب وزيراعظم شاهد خاقان عباسي ووئيل په دې معامله د پارلمان په ګډه غونډه هم رابللې كېدې ??ي۔ وزیراعظم ووئيل د امريكائي اولس مشر لخوا سوئيلي اسيا او افغانستان لپاره د نوې پاليسۍ اعلان مهمه معامله ده ۔ ده ووئيل په دې مهمه معامله د كابينې غونډه او د نېشېل سيكورټي كمېټۍ غونډه كښې هم څلور ساعته خبرې شوې ۔دې څ??ه وړاندې د سېنېټ چيئرمېن ميا رضا رباني وزيراعظم خبر كړو چې پي ټي وي په سېنېټ كښې د شوو خبرو اترو لائنو كورېج نه دې ښودلې