کراچۍ 12 ستمبر (اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقی وزیر احسن اقبال د سندھ مدرسه بورډ (اېس اېم بی) فاطمه جناح ها??ی اسکول دورہ وكړه۔ په دې مهال د زده كونكو سره په خپلو خبرو اترو كښې ده ووئيل د تعلیم ترلاسه كولو نه غير پرمختګ ممکن نه دې كومو قامونو چې تعلیم ترلاسه كړې هغوي پرمختګ كړې۔ ده ووئيل جدید دور كښې به ميرمنو له د سړو سره اوږه په اوږه كار كول وي۔ ده ووئيل زم??نږ نوې نسل صلاحیت لرونكې او لوظي دې۔ هغوي ته يواځې د مناسب پلیټ فارم او لارښودنې ته اړتيا ده۔ ده د سكول د بيلو برخو دوره وكړه او زده كونكو له په سكول كښې د وركړې شويو اسانيو ستائنه ئې وكړه۔ په دې مهال د هېواد نامتو سندرغاړې شهزاد رائے وفاقی وزیر له بریفنګ وركولو سره ووئيل چې زم??نږ غير سرکاری تنظیم “زندګی ټرسټ ” اېس اېم بی فاطمه جناح ها??ی اسکول خپل کفالت كښې اخستې او د دې ټول خرڅونه ټرسټ پخپله برداشت كوي۔ده ووئيل دا مهال 2500 څخه زيات زده كونكو له معیاری تعلیم وركړې كېږي۔ ده ووئيل م??نږ د كراچۍ نور سرکاری سکولونه هم خپل کفالت كښې د اخستلو ارادہ لرو دغسې چ?? نوې نسل په ښه ډول لارښودنه وكړې شي