اسلام آباد 09 اکتوبر (اے پي پي)وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئېلي دي چې په تېل درآمد كونكو هېوادونو كښې په پاكستان كښې د پیټروليم منصوعاتو نرخونه تر ټولو كم دي٬ روانه مياشت هم د ا??ګر?? لخوا د تجويز كړې شوي قيمتونو په مقابله كښې حكومت كم نرخونه زيات كړي٬ په كال 2013 كښې د پیټرول نرخ 110 رو??ۍ في ليټر وو كوم چې نن 73 رو??ۍ دې۔د ګل په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د پام راګرځونې نوټس په ځواب كښې وزيراعظم شاهد خاقان عباسي ووئيل د پیټروليم مصنوعاتو نرخ هره مياشت متعين كېږي۔ ده ووئيل تېر يو كال كښې په نړيواله منډۍ كښې د تېل د نرخ بوج مو په اولس اچولې نه دې او په ټوله منطقه كښې د پیټروليم مصنوعاتو تر ټولو كم قيمت په پاكستان كښې دې۔پھ انټرنېټ د دې تفصي??ات كتلې شي۔ده ووئيل تېل درآمد كونكو هېوادونو كښې د پیټروليم مصنوعاتو تر ټولو كم قيمت په پاكستان كښې دې۔ده ووئيل د 51 ډالر څخه كروډ ??ئل 58 ډالر ته رسېدلې دي۔ا??ګر?? چې كومه اضافه تجويز كړی وه د هغې په مقابله كښې مونږ كمه وكړه۔د كيروسين ??ئل په نرخ كښې 19 رو??ۍ د ليټر په سر د اضافې تجويز وو مونږ څلور رو??ۍ اضاه وكړه۔په مئي 2013 كښې قيمت 110 رو??ۍ وو ولې نن دا قيمت ډېر كم دې۔د پارلماني چارو وفاقي وزير شېخ آفتاب احمد ووئيل د پیټروليم زمونږ نرخونه د نړيوالې كچې قيمتونو سره تړلې دي۔حكومت په قيمتونو كښې كمي كولو سره اولس ته ډېره آساني وركړې۔د صلاح الدين د پوښتنې په ځواب شېخ آفتاب ووئيل د پیټروليم مصنوعاتو په نرخونو كښې زياتوالې سره د ضروري څيزونو په نرخ كښې زياتوالې كېږي۔ده ووئيل اوسني حكومت اولس ته زيات نه زيات رېليف وركول غواړي۔د 2013 په مقابله كښې د برېښنا نرخونه كم شوي دي۔