ډیووس 26 جنوری (اے پی پی) وزیراعظم شا??د خاقان عباسی سره د سوئټزرلینډ په ډیووس ښار كښې د نړيوال اقتصادی فورم په موقع د میډ ټرانك چیف ایګزیکټو آفیسر عمر اشراق تيره ورځ ليدلي دي۔ د قامی روغتيا وزیره سائرہ افضل تارړ ، د اطلاعات او خپ??ون?? دومه وزيره مریم اورنګزیب، د وزیراعظم خاص مرستيال علی جهانګیر صدیقی او نور سینئر حکومتی اهلکار هم په دې مهال موجود ؤ۔ وزیراعظم د میډ ټرانك چیف ایګزیکټو آفیسر د وزیراعظم صحت پروګر??م او ټول هېواد كښې د حفاظتی ټیکو کوریج كښې ترلاسه شوي کامیابیو څخه خبر كړو۔ ده د روغتيا كوټلې اسانيو په لړ كښې میډ ټرانك ته ??ه پاکستان كښې تربیتی او تعلیمی مرکزونو پرانستلو او د پاکستان د روغتونونو سره د شراکت دارۍ بلنه وركړه۔وزیراعظم د عامې روغتيا په اړه د تحقیق او پرمختګ په حقله د شريكو منصوبو په حاجت زور راوړو۔ ملاقات كښې د عامې روغتيا خذمات په اړه د بيل ماډلز جاج واخستې شو۔ د میډ ټرانك چیف ایګزیکټو آفیسر د وزیراعظم مننه وكړه او سباؤن كښې ئې د عامې روغتيا په اړه چیلنجونو او نتيجو اډانه د عامې روغتيا خذمات كښې د مرستې وړانديز وكړو۔ ده ??ه پاکستان په حکومتی یا نجی كچه د جدید روغتونونو جوړولو كښې د شراکتدارۍ وړانديز هم وكړو۔ دا خبره دې ياده وي چې میډ ټرانك ټوله نړۍ كښې د عامې روغتيا جدید ټیکنالوجی ل??ون??ې کمپنی ده كومه چې د زړه رنز، ذیابطیس او نورو رنزونو انتظ??م او انصرام كښې په زړه پورې خذمات وركوي۔