اسلام آباد ۔ 21 فروری (اے پی پی) وزیراعظم شاهد خاقان عباسی وئيلي دي د مسلم ليګ (ن) حكومت په غوره كاركردګۍ اولس سره كړې خپل لوظونه تر سره كړې دي۔ حكومت د ټولنې د كمز??رې طبقې تحفظ له د قانوني ګا??ونو پورته كولو پشمول ټول ګا??ونه پورته كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه وزیراعظم د ” هېډ سټارټ سکول” طالبعلمانو پلاوي سره خبرو كښې وكړه چا چې د شورؤ په ورځ وزيراعظم آفس كښې ده سره ملاقات وكړو۔ وزیراعظم طالبعلمانو سره بې تكلفه خبرې ا وكړې كومو چې وزيراعظم څخه د سياسي مسئلو سره سره د خارجه پالېسۍ ٬ اقتصادي چارو او سماجي مسئلو په اړه بېلې پوښتنې وكړې۔ د سی پېک منصوبې په اړه د يوې پوښتنې په ځواب وزيراعظم ووئيل سی پېک منصوبه به د خپل مواصلاتي اډانې او صنعتي پرمختګ سره نه يوازې لوئيديز چين او د منځنۍ آسيا رياستونو پشمول ټولې منطقې ته د مواصلاتي تړون اساني وركړي بلكې د هېواد اولس لپاره به بلها اقتصادي او د روزګار موقعې رامخې ته كړي۔ د كورني تشدد پېښو مخنيوي او د نر ښځيو په ډول د كمز??رې طبقاتو تحفظ له د پورته كېدونكو ګا??ونو په اړه خپلو خبرو كښې وزيراعظم ووئيل حکومت د ټولنې كمز??رې طبقو تحفظ له د قانوني ګا??ونو په شمول ټول ممكنه ګا??ونه پورته كوي۔ ده ووئيل د تعليم ودې ٬ د شعور بېدارۍ او اقتصادي خوشحالۍ سره به په دې ډول سماجي مسئلو قابو موندلو له مرسته ترلاسه شي۔ په نړيوال محاذ هېواد ته د پېښو چېلنجونو په اړه وزيراعظم ووئيل پاکستان په بېلو ستونزو خپل نكته نظر په ډاګه كولو له نړيوالې ورورولۍ سره فعاله رابطه كښې دے۔ په اقتصادی مسئلو خپلو خبرو كښې وزيراعظم ووئيل حکومت د کاروبار دوسته پالیسۍ نظام جوړولو او بېلو څانګو كښې پراخا سرمايه كارۍ كولو پلو د سرمايه كارو پام ګرځولو د لارې معيشت لا قوي كولو له ټولې ممكنه هڅې كوي۔ د مجموعي صورتحال په اړه خپلو خبرو كښې وزيراعظم ووئيل كال 2013ء ??ښې اقتدار ترلاسه كولو څخه وروستو د مسلم ليګ ن حكومت بېلو څانګو كښې ښكاره ښه والې راوستې۔ د مسلم لیګ (ن) حکومت د موجوده مودې په مهال ترلاسه شوې كاميابۍ او ترقي د پخوا كومې هم مودې څخه زياتې دي۔ ده ووئيل د مسلم لیګ نون حکومت د غوره كاركردګۍ څرګندونه كړې او اولس سره كړې خپلې وعدې ئې ترسره كړي ۔ طالبعلمانو په ملاقات كولو د وزيراعظم مننه وكړه