راولپنډی 15 مارچ (اے پی پی) د دفاع وفاقي وزير انجینئر خرم دستګیر خان سره د کرغزستان آرمډ فورسز چیف آف دی جنرل سټاف مېجر جنرل رائی مبیدی دوئی شن بائی یف دفاع وزارت كښې ملاقات وكړو۔ وفاقی وزیر ګرانو مېلمنو ته هركلې وئيلو سره ووئيل پاکستان کرغزستان سره خپلو اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري او ور??ره خپله ملګرتيا لا مضبوطول غواړي۔ دواړو اړخونو په دې اتفاق وكړو چې د دواړو هېوادونو ترمينځھ دفاع او نورو څانګو كښې د دوه اړخيزه اړيكو زياتولو امكانات موندلې شي۔ وفاقی وزیر د دوه اړخيزه تربيې په اړه د مفاهمت د دوه اړخيزه يادښت په ا??سني توثيق د اطمينان څرګندونه وكړه۔ ده ووئيل پاكستان كرغستان سره دوه اړخيزه اړ??كې او مرسته زياتول غواړي او دې سره سره د سيمه ا??زو او نړيوالو تنظيمونو په دائره كار كښې پاتې كېدو سره دوه اړخيزه مرسته هم غواړي۔ وفاقي وزير په ډاګه كړه چې سيمه ا??ز استحكام ٬ سلامتيا او امن زمونږ شريك هدفونه دي۔ دکرغزستان ګران مېلمه پاکستان سره د مضبوطې دفاعی همكارۍ په ا??ميت ??ڼا واچوله۔ ده د ټیکنیکل او فوځی مرستې په اړه د مفاهمت د يادښت آئیډیا هم ملاتړ وكړو۔ ده وفاقي وزير ته په مناسب وخت د كرغزستان دورې بلنه وركړه۔ وفاقی وزیر مېجر جنرل دوئی شن بائی یف د پاکستانی دفاعی صنعتوں صلاحیتونو استعداد په اړه خبرولو سره ووئيل پاکستان د کرغزستان دفاعی ضرورت ترسره كولې شي۔ وفاقي وزير آئیډیاز 2018 كښې ګډون كولو له کرغز پلاوي پاكستان ته د رالېږلو بلنه هم وركړه