اسلام آباد 11 اپرېل (اے پي پي) قامي اسمبلۍ پھ مقبوضه كشمير كښې ?? هند قابض ځواكونو د لاسه پھ بې ګناه كشميريانو د كېدونكي ظلم سخته غندنه وكړه٬پھ اسمبلۍ كښې ?? كشميري اولس سياسي٬اخلاقي او سفارتي ملاتړ د روان ساتلو په اړه قرارداد پھ اتفاق سره منظور كړی شوې۔د شورو په ورځ د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير چوهدري برجيس طاهر قرارداد وړاندې كړ?? ??ې دا ايوان پھ مقبوضه جمو كشمير كښې ?? هند د قابض ځواكونو او امنيتي ادارو د لاسه د كشميري اولس په ضد د تشدد پھ نتيجه كښې پھ دې وروستيو كښې ?? 20 كشميريانو د شهادت او د ګڼ شمېر د ژوبل كېدو سخته غندنه كوي۔پھ مقبوضه كشمير كښې ?? هندي ځواكونو لخوا پھ سوله ايزو مظاهره چيانو ډزې كول د نړيوالو اصولو او د بشري حقونو څخه سرغړونه ده۔دې سره سره پھ مقبوضه سيمو كښې ?? آزادۍ په اظهار بندېز دې۔سوشل مېډيا او ماس مېډيا بندېزونو سره مخ ده۔دا ايوان د كشميري اولس د خپلواكۍ حق لپاره د جائز او سوله ايزو هڅو د مقبول اولسي تحريك بشپړ ملاتړ كوي۔ايوان د كشميري اولس هڅو ته سلام وړاندې كوي او د دې عزم پخلې كوي ??ې د كشميريانو سياسي٬اخلاقي او سفارتي ملاتړ به روان ساتلې شي۔په قرارداد كښې وئېلي شوي دي چې هند ظلم كولو سره د كشميري اولس جائزې هڅې تر پښو نه شي لاندې كولې۔د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل هم په خپلو قراردادنو كښې ?? كشميري اولس د خپلواكۍ د حق ملاتړ كړی۔دا ايوان د حكومت نه غوښتنه كوي چې پھ مقبوضه كشمير كښ?? دې په هندي ځواكونو نړيواله ټولنه٬نړيوال پارلمانونه٬نړيوالې ادارې او سول سوسائټي فعاله كړ?? چې هغوي په هند فشار واچوي۔په قرارداد كښې ?? بشري حقونو كونسل ته وئېلي شوي چې هغه دې خپل مشن مقبوضه كشمير ته ولېږي۔ملګري ملتونه دې د خلاف ورزو نوټس واخلي او په دې لړ كښ?? دې خپل كردار ترسره كړ??۔ايوان په اتفاق سره د قراداد منظوري وركړه