اسلام آباد 27 جون (اے پي پي)اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي په آسټریا او آسټرالیا كښې په لويه شمېره پاكستانيان ځوانان زده كړه كوي٬ په ??ې لړ كښې دواړو هېوادونو سره مرستې لا زياتولو ته اړتيا ده۔ اولس مشر دا خبرې د شورو په ور?? اسټريا او اسټراليا لپاره نومولې شوو سفيرانو منصور احمد خان او بابر امين سره خبرو ك??ې كړې۔ اولس مشر دواړو نومولي شوو سفيرانو ته امر وكړو چې د دواړو هېوادونو سره د تجارتي او كاروباري پلاويو د تږ راتږ پروګرام جوړ كړي او كلتوري مرستې زياتولو له كار وكړې۔ ده ووېيل اسټريا او اسټراليا مهم هېوادونه دي كومو سره چې پاكستان په ټولو څانګو كښې اړيكې او مرسته زياتول غواړي۔ اولس مشر دواړو سفيرانو ته امر وكړو چې دواړو هېوادونو كښې د پاكستان مثبت تاثر رامخې ته كولو او هېواد كښې د سېلګرۍ و??ې لپاره په زړه ??ور?? هڅې وكړې٬ لولس مشر ووئېل د دواړو هېوادونو تر??ېن??ه تجارت زياتولو له هم بايد نوې موقعې ولټولې شي۔ اولس مشر زياته كړه چې د دواړو هېوادونو د سوداګرو تر??ېن??ه په ذاتي توګه او د سوداګرو تنظيمونو تر??ېن??ه اړيكې لا قوي كړې شي كومو څخه چې دواړه هېوادونه ګټه پورته كولې شي۔ اولس مشر ووئيل دواړه نومولي سفيران بايد پاكستان كښې په بېلا بېلو څانګو كښې سرمايه كارۍ لپاره د دواړو هېوادونو سرمايه كار راغب كري۔ اولس مشر ووئېل د پاكستان افرادي قوت اضافې له هڅې وكړې او دواړو هېوادونو كښې د مېشته پاكستانيانو خېرښګړې لپاره ګامونه پورته كړې۔