اسلام آباد 12 اګست (اے پي پي) د پاكستان تحر??ك انصاف پلاوي د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق سره د هغه په چېمبر كښې ملاقات وكړو۔ د ملاقات په مهال د قومي اسمبلۍ په غونډه او د جولائي په 25مه نېټه د شويو ټولټا??نو په چارو خبرې وشوې۔ د ملاقات كولو نه پس د تحر??ك انصاف وياند او د قومي اسمبلۍ نوي ټاكل شوي غړي فواد چوهدري خبريالانو سره ??ه خبرو كښې ووئيل چې په قومي ستونزو اپوزيشن ځان سره ??خ په وړاندې بوتلل د عمران خان وژن دے٬ هېواد ته د ورپېښو چېلنجونو خاتمې لپاره د اتحاد ضرورت دے٬ كه سياسي ګوندونه په ??ډه كار ونه كړي نو نظام به مستحكم نه شي۔ ده ووئيل چې د شهباز شريف٬ بلاول بهټو زرداري او د نورو ګوندونو لخوا پارلمان ته د تګ پرېكړه خوشبينه ده۔ ده ووئيل چې د تحر??ك انصاف پلاوي د پيپلز ګوند لارښود سيد خورشيد سره ??م ملاقات كوي۔ د ټولټا??نو په اړه به د اپوزيشن اندېښنې اورېدلې شي۔ په دې موقع د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق ووئيل چې تحر??ك انصاف غواړي چې په ايشوز د نورو ګوندونو په مشوره ??خ په وړاندې تلل وشي٬ تحر??ك انصاف په ټولټا??نو كښې د اپوزيشن د اندېښنو په اورېدلو هم خوښي څرګنده كړې۔ ده ووئيل چې د تحر??ك انصاف پلاوې د وزيراعظم د سوګند پورته كولو په دستوره ??ښې د ګډون كولو بلنې لپاره راغلې و۔ په پلاوي كښې پروېز خټك٬ شفقت محمود٬ اسد قېصر٬ فواد چوهدري او نور شامل وو۔