اسلام آباد 07 اګست (اے پي پي) د سائنس او ټېكنالوجي وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئېلي دي په كشمير كښې به هند له د ډيموګرافي بدلون اجازه ورنه كړو٬مونږ له به د امن او جنګ دواړه صورتونو ??پاره چمتو پاتې كېدل وي٬مونږ به په عزت او وقار چرې هم سمجهوته اونه كړو او كه دې لپاره مو??ږ ته جنګېدل وو نو ??غې څخه به هم ډډه اونه كړو بايد مونږ په سمدستي توګه د هند سره سفارتي اړيكې ختمې كړو۔د شورو په ورځ د پارليمان په شريكه غونډه كښې د مقبوضه كشمير په صورتحال بحث كښې برخه اخستلو سره ده ووئيل دې ايوان ته خواست كوم چې د خپل سياست لپاره زمونږ د بچو د وينې سودا اونه كړي٬وزيراعظم تېره ورځ اپوزېشن ته وئېلي وو ما ته دې ووئيلې شي چې څه وكړم نو ??غه وخت بلاول بهټو او شهباز ??ريف له هغه سره د اودرېدلو اعلان پكار ؤ ٬ ده ووئېل مونږ جنګ نه غواړو خو كه د جنګ وخت راغلې نو د پاكستان بچې بچې به جنګېږي بايد مونږ د هند سفيران د دلته څخه اوباسو او د هند سره سفارتي اړيكې ختمې كړو۔