اسلام آب??د 07 اګست (اے پي پي) د آزاد كشمير اولس مشر سردار مسعود خان وئيلي دي چې د هند مكروه عزائم ناكامه كولو لپاره ټول پاكستانې قوم متحد دے٬ د آزاد كشمير او پاكستان اولس د كشميريانو په بنيادي حقونو د ډاكې اچولو د هند اقدام رد كړے٬ د مقبوضه كشمير مسلم اكثريت په اقليت ??ښې د بدلولو سازش به كاميابې ته پرې نه ږدو۔ ده دا خبرې د پارلمان د شريكې غونډې په موقع د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني٬ د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر٬ د مخالفې ډلې مشر شهباز شريف٬ د جماعت اسلامي امير سراج الحق او د پخواني وزيراعظم راجه پروېز اشرف پشمول د پارلمان نورو غړو سره د ملاقات كولو نه پس خبريالانو سره په خبرو ??ښې وكړې۔ د آزاد كشمير اولس مشر په پارليمنټ هاؤس ??ښې چې كومو پارليمنټرينز سره ملاقاتونه كړي په هغوي ??ښې وفاقي وزير خسرو بختيار٬اېم اېن اے اسد عمر٬وفاقي وزيره شيريں مزاري٬وفاقي وزير شفقت محمود٬خواجه محمد آصف٬خرم دستګير٬ډاكټر احسن اقبال٬مريم اورنګزېب٬ډاكټر زبيده جلال٬پيپلز ګوند لارښود نويد قمر، د پارليماني چارو وفاقی وزیر اعظم سواتی ، سناتور ډاكټر عشر ت حسین، وفاقی وزیر شهر یار آفریدی او نور شامل وو۔اولس مشر سردار مسعود خان ووئيل چې د آزاد كشمير او پاكستان اولس د هند حكومت د كشمير خاص حېثيت ختمولو او د كشميريانو بنيادي حقونو ډاكه اچول د هند اقدام مسترد كولو سره دا ښكاره كول غواړي چې شخړيز كشمير يو نيم كروړ كشميريانو سباؤن معامله ده كومې ته چې د ملګرو ملتونو قراردادونو په صورت ??ښې نړيوال تحفظ ترلاسه دې