اسلام آباد 24 ستمبر (اے پي پي) چين وئيلي دي چې چين به د پاکستان د سيمه ايزې خپلواكۍ او د قامي وقار ملاتړ ??وا?? ساتي٬ پاك چين دوستي نه ختمېدونكې ده٬ د دواړو هېوادونو ترمېنځه د لوړې كچې تګ راتګ او په سيمه ايز او نړيواله كچ?? نزدې شريكه مرسته لا مس??حك?? كېږي۔ د نهې په ورځ بېجنګ كښې د چين د خارجه وزارت وياند د اوونيز بريفنګ په مهال د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ غونډې كښې د وزيراعظم عمران خان او د چين د خارجه چارو وزير ترمېنځه په ملاقات تبصره كولو سره ووئيل چې زمونږ دوستي نه ختمېدونكې ده٬ د دواړو هېوادونو ترمېنځه د لوړې كچې تګ راتګ او په سيمه ايز او نړيواله كچ?? نزدې شريكه مرسته لا مس??حك?? كېږي۔ وياند ووئيل پاكستان او چين سدا بهار ستراتېژك شراكت دار او دواړه ??ېوادونه په هر فورم د يو بل ملاتړ كوي۔ وياند واضح كړه چې چين به د پاکستان د سيمه ايزې خپلواكۍ او د قامي وقار ملاتړ ??وا?? ساتي۔ ده ووئيل د چين د ملګرتيا تګ راتګ او عملي مرستې ته وده وركولو او سي پېك د پرمختګ د اعلٰې معيار ماډل جوړولو په غرض به پاكستان سره كار دوامدار ساتي۔ ده ووئيل د پاك چين دوستۍ سره د اولس معاشي حالت ښه شوے دے